Language

د سالنګ لويه لاره بنده شوه

چاريکار (پژواک ٨ مرغومى ٩١): چارواکي وايي، چې د سالنګ لويه لاره د واورې اورېدو او سختو توپانونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رييس جنرال رجب د مرغومي په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د سالنګونو دواړو لورو ته د سپرليو موټر درول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د سالنګ د لارې پرانېستل او تړل د هوا حالاتو پورې اړه لري، که اورښت نه و او لاره د دغه ادارې د کارکونکو له خوا پاکه شوه، نو بيا به لار د ترافيکو پر مخ پرانېستل شي.))

د يادونې ده، چې د ژمي په موسم کې د سالنګ پر لاره تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي، د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو له امله مړه شول.