Language

د مدني ټولنې فعالين وايي چې د سولې پروسه بايد ملي شي

هرات ښار (پژواک ٨ مرغومى ٩١): په هرات کې د مدني ټولنې فعالينو په يوه سيمينار کې وويل، چې په هېواد کې د سولې روانه پروسه د پروژې په ډول ده، چې بايد ملي شي.

په دغه يو ورځني سيمينار کې چې نن (د مرغومي ٨ مه) په  هرات کې ترسره شو د هرات، غور، فراه، بادغيس او کابل  شاوخوا ١٠٠ تنو د مدني ټولنې فعالينو، د پوهنتونونو استادانو او دولتي چارواکو په کې برخه اخيستې وه او موخه يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه سلا مشورې وې.

د کابل پوهنتون استاد او د مدني ټولنې فعال احمد ضيا رفعت په سيمينار کې وويل، چې ورته پروګرامونه  د سولې په پروسه مثبته اغېزه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((رښيتنې سولې ته لا هم اوږده لار په مخ کې لرو، ځکه چې وسلوال  مخالفين په خپل دريځ ټينګار کوي او افغان حکومت هم د سولې په اړه پوره  واک نه لري او د سولې پروسه د پروژې په ډول ده.))

د هغه په وينا، د سولې په لار کې لويه ستونزه د افغانستان په مسله کې ښکېل د نړۍ د لويو ځواکونو د نظر اختلاف دى.

د رفعت په خبره، امريکا، انګليستان او نور لوېديځ هېوادونه په افغانستان کې د سولې لپاره بېلابېلې تګلارې او طرحې لري او تر ټولو سخت خطر د ګاونډيو هېوادونو نيتونه دي، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي.

د سياسي چارو کار پوه او د مدني ټولنې فعال احمد سعيدي هم د پاکستان او ايران په نيتونو شک څرګند کړ او زياته يې کړه: ((د افغانستان سوله د سيمې سوله ده او بايد د سولې په لومړيو هڅو کې افغان حکومت او د سولې عالي شورا ګاونډيو ته ډاډ ورکړي.))

د هغه په وينا، تر اوسه د سولې روانه پروسه پروژه يي ډول لري، چې بايد په يوه ملي پروسه بدله شي، کنه پايلې به يې تل په نشت حساب وي.

د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ ادارې د ټولنې مسوول صديق الله توحيدي په ټوليز ډول د سولې پر پروسه شک څرګند کړ او ويې ويل، چې بايد دغه پروسه په رڼه توګه پر مخ لاړه شي،چې خلک يې له هر ګامه خبر شي.

د هغه په وينا، خو بر عکس اوس د سولې پروسې ټولې هڅې د خبريالانو له حضور او څار پرته پر مخ ځي، چې دا په خپله پوښتنې او اندېښنې راپيدا کوي.

د هرات د والي مرستيال اصل الدين جامي بيا د سولې له روانې پروسې ملاتړ وکړ او زياته يې کړه، چې افغان حکومت له نږدې د سولې بهير څاري او ټولې چارې يې له پلان سره سمې پر مخ ځي.

Related Topics