Language

پنځه وسلوال طالبان ونيول شول

کابل ښار (پژوک ٨ مرغومى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ګډو عملياتو په پايله کې يې پنځه وسلوال طالبان نيولي دي.

دغه مطلب په هغه خبرپاڼه کې راغلى ، چې د مرغومي په ٨ مه د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

د سرچينې په وينا، د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا په ترسره شوو چاڼيزو عملياتو کې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ترسره شول پنځه وسلوال نيول شوي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات د کندوز، کندهار، میدان وردګو او پکتیا ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي دي.

دغه راز په یادو عملیاتو کې ۴ میله کلاشینکوفونه،  ۲ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه او ۲۰ کیلو ګرامه چاودیدونکې توکي او یو موټر سایکل د ملي پولیسو لاس ته ورغلي دي .

د يادونې ده، چې کورنيو چارو وزارت تېره ورځ هم د ١٨ وسلوالو طالبانو د نيولو خبر ورکړى و.