غزني ښار (پژواک ٨ مرغومى ۹۱): په غزني کې ډېر شمېر هغه کروندګر سړې خونې غواړي، چې تېر کال يې له خپلو ځمکو څخه کچالو، پياز ، مڼې، کدو، انګور ، خټکي او نورې مېوې په ډېره کچه لاسته راوړې دي.
د غزني کروندګر په دغه ولايت کې د کرنې رياست له چارواکو غواړي، چې د سبزيجاتو او مېوه جاتو د حاصلاتو د ساتنې په موخه دې ورته سړې خونې جوړې کړي، څو دوى وکولاى شي خپل حاصلات په ښه توګه وساتي او په وخت يې بازار ته وړاندې کړي.
غزني په هېواد کې يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې ډېر شمېر خلک يې په کرنه بوخت دي، چې حبوبات، سبزيجات او مېوه لرونکي باغونه يې ښه حاصلات ورکوي.
که څه هم غزني ولايت ښېرازه ځمکې او کافي اوبه لري، خو بيا يې هم کروندګر او بڼوال په خپلو ځمکو کې په پراخه پيمانه سبزيجات او مېوې نه کري او لامل يې د سړو خونو نشتونوالى په ګوته کوي.
د غزني مرکز يو کروندګر عبدالحنان، چې سږ کال يې له خپلې ځمکې نږدې اته سوه منه پياز او کچالو لاسته راوړي، وايي چې په غزني کې سړې خونې نشته او دوى نه شي کولاى، چې خپل حاصلات په ښه توګه وساتي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((تېر کال مې هم نږدې څلور سوه منه کچالو او پياز خراب شول، اوس که سړې خونې واى، ښايي ډېره ګټه يې راته کړې واى.))
د هغه په وينا، که چېرته ورته د دولت له لوري کروندګرو ته سړې خونې جوړې نه شي، نو دوى به بيا په راتلونکي کال کې کرنو ته ډېر زړه ښه نه کړي.
د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اوسيدونکي او کروندګر علي محمد، چې دوه د مڼو باغونه لري پژواک اژانس ته وويل: ((دا وخت مڼې ډېرې ارزانه وې او ډېر بازار نه لري، خو که سړې خونې وي له خرابتيا ژغورل کيږي.))
د ده په وينا، د هغوى د ولسوالۍ ډېرۍ اوسيدونکي په کرنه بوخت دي او د نورو مېوو تر څنګ څو ډوله مڼې په کې پيداکيږي او کله چې مڼې په سړو خونو کې ونه ساتي، د وخت په تېرېدو له منځه ځي، چې دوى ته ډېر مالي زيانونه اوړي.
په غزني کې د سوداګرۍ خونې مسوولين هم وايي، چې د غزني محصولات په ملي کچه شهرت لري او له هېواده بهر هم صادريږي، خو دولت ورته پوره پاملرنه، نه ده کړې.
د غزني د سوداګرۍ خونې مشر عبدالمتين قلندري پژواک اژانس ته وويل: ((تراوسه په غزني کې د کروندګرو لپاره سړې خونې نه لرو، چې په دې سره کروندګرو ته زيات مالي زيانونه هم اوړي.))
د ده په خبره، غزني ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې مميز پکې په پريمانه اندازه پيدا کيږي او د ټول هېواد په کچه په ښه کيفيت سره پېژندل کيږي، خو تراوسه ورته د پاکولو دستګاه نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال په غزني يو من پياز په ۵۰ افغانۍ پلورل کيږي، چې دغه پياز ګاونډي هېواد پاکستان ته صادريږي او د يو څو مياشتو په تېرېدو سره همدغه پياز بيا په غزني کې پر خلکو په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کيږي.
قلندري وايي، که چېرته دولت کروندګرو ته سړې خونې جوړې کړي او دغه محصولات په کې د يو څو مياشتو لپاره وساتل شي، نو په ډېره ښه بيه به بازار ته وړاندې شي، چې په دې سره به د غزني په اقتصادي حالت هم ښه اغېزه ولري.
د غزني د کرنې رياست چارواکي وايي، چې دوى په دې اړه د کرنې له وزارت او په غزني کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره خبرې کړې دي.
د غزني د کرنې رييس سلطان حسين عباسيار پژواک اژانس ته وويل: ((په نږدې وخت کې به يوه عمومي لويه سړه خونه په غزني کې جوړه شي او په دې برخه کې ۷۰ سلنه پرمختګ هم شوى دى.))
د هغه په وينا، په پام کې لري، چې د خواجه عمري په ولسوالۍ کې، چې د مڼوحاصلات په کې زيات دي، ورته سړې خونې جوړې کړي، څو کروندګر وکولاى شي خپلې مڼې همالته وساتي.