کابل (پژواک ٩ مرغومى٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د خيبر پښتونخوا په لنډي کوتل سيمه کې د افغانانو د ځورولو او د هغوى د پاسپورټونو د څېرې کولو څېړنه کوي.
تېره ورځ ځينو رسنيو د پاکستان د خيبر پښتونخوا د پوليسو په حواله راپورونه خپاره کړي چې يوه ورځ وړاندې د پېښور د لنډي کوتل په ميچني سيمه کې يو شمېر نامعلومو کسانو د افغان مسافرو موټر درولي او د هغوى د وهلو ډبولو ترڅنګ يې د ځينو افغانانو پاسپورټونه څېري کړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر دې موضوع اندېښنه څرګنده شوې او ويلي يې دي، چې دغه موضوع به په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له لارې په جدي توګه تعقيب شي، ترڅو عاملين يې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې ورځې راهيسې پاکستان د افغانانو پر مخ د تورخم لاره هم تړلې او ګڼ شمېر ا فغانان د دروازې دواړو خواوو ته د لارې د خلاصېدو په انتظار دي.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې دغه کار يې د کابل په پلچرخي سيمه کې د پاکستاني اتباعو د ځورولو په غبرګون کې کړى دى.
عيني شاهدانو ويلي، چې د دروازې د تړل کېدو له امله تر دې مهاله د پولې په دواړو خواوو کې ١٣ تنه افغانانو چې ډېرى يې ماشومان دي، د سړې هوا او ناروغتيا له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.