جلال اباد (پژواک ٩ مرغومى ٩١): ناپېژانده وسلوالو په جلال اباد ښار کې د سوک وهنې يو لوبغاړى وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د جلال اباد ښار په انګور باغ سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژانده وسلوالو تېره شپه شاوخوا اوه بجې د انګور باغ په سيمه کې د سوک وهنې پر يوه لوبغاړي واردخان ساپي ډزې کړې او وژلى يې دى.
مشرقيوال وايي، چې بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټڼې پيل کړې دي.
د سوک وهنې يوه ملي لوبغاړي او د ننګرهار اوسېدونکي نوراحمد حبيبي پژواک اژانس ته د وارد خان ساپي وژنه تاييد کړه.
نوموړي زياته کړه، چې وارد خان د سوک وهنې ډېر پياوړى لوبغاړى و او د ننګرهار په کچه يې ډېرې برياوې او لاسته راوړنې درلودې.
حبيبي له امنيتي مسوولينو وغوښتل، چې د ساپي قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې دې وسپاري.
د وژل شوي لوبغاړي يوه ګاونډي شاکر الله ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې وارد يواځې يو لوبغاړى و او له هېچا سره يې دښمني نه درلوده.
د يادونې ده، چې تېره مياشت په جلال اباد ښار کې د دغه ولايت يو فلمي ستورى هم د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوى و.