Language

د جګړې له امله د جلال اباد-تورخم لاره تړل شوې

جلال اباد (پژواک ٩ مرغومى ٩١): د تورخم-جلال اباد لويه لاره په بټي کوټ کې ولسوالۍ کې د جګړې له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د بـټي کوټ ولسوال ميرزا محمد نصرت د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې وسلوالو طالبانو د بټي کوټ ولسوالۍ د درېيم فارم  په سيمه کې د ايساف ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې زيان نه دى اوښتى، خو ملي اردو او پوليس سيمې ته رسېدلي او له وسلوالو طالبانو سره يې نښته پيل کړې ده.
نوموړي وويل، چې د يادې پېښې له امله ياده لاره د ترافيکو پر مخ بنده شوې ده.
د بټي کوټ يوه اوسېدونکي او عيني شاهد نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې سخته جګړه روانه ده او دواړه لوري پر يوه بل ډزې کوي.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې تر اوسه يو پوليس ټپي شوى، خو  د وسلوالو مخالفينو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics