چاريکار (پژواک ٩ مرغومى ٩١): د سالنګ لويه لاره چې تېره ورځ د سخت توپان او واورو له امله تړل شوې وه، نن سهار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شوه.
د پروان د جبل سراج ولسوالۍ د ترافيکو مدير نعيم الله نن (ننه د مرغومي٩مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده لويه لاره نن سهار شاوخوا ١٠ بجې دترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
د جبل سراج د ترافيکو ښارګوټي مدير پژواک اژانس ته وويل، چې لسګونه مسافر وړونکي او باروړونکي موټر د جبل سراج ولسوالۍ په تاجکانو سيمه کې درول شوي وو.
سرچينې يادونه وکړه،چې وروسته له هغه چې واړه موټرتېر شې، غټو باروړونکو موټرو ته به هم اجازه دتګ راتګ ورکړل شې.
دا لويه لاره چې د غرونو په منځ کې د تونل له لارې ٩ شمال او شمال ختيځ ولايتونه له مرکز سره نښلوي.
په سالنګ کې د ژمي په موسم کې ډېرې مرګ ژوبلې د توپانونو او واوره ښويېدنې له امله را منځ ته کېږي.
د ١٣٨٨ کال د سلوواغې په ١٩ دطوفانون او واوره ښويېدنو له امله په سوېلې سالنګ کې شاوخوا ١٧٠ تنه مړه او ١٢٥ تنه ټپيان شول.