Language

واورو د شمالي ولايتونو يو شمېر لارې بندې کړې

مزارشريف (پژواک ٩ مرغومى ٩١): په شمال كې د واورې د وروستي اورښت له امله د سرپل او جوزجان ولايتونو د درېيو ولسواليو لارې د خلكو پر مخ بندې دي.

دولتي چارواکي د تازه شوې واورې له امله د سرپل د بلخاب او كوهستانات ولسواليو او د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د لارو د بندېدو پخلى كوي، خو وايي، چې د بېرته خلاصولو لپاره يې اړين اقدامات پيل كړي دي.

د كوهستانات ولسوالۍ اوسېدونكي سيد ابرار وايي، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د دې ولسوالۍ د لارې بندېدو له امله د ولايت په مركز كې بند پاتې دى.

نوموړي پژواك اژانس ته وويل، چې دوه ورځې وړاندې يې ماشوم د درملنې لپاره د ولايت مركز ته راوستې و، خو د واورې لورېدو له امله بند پاتې دى.

د هغه په وينا، كله چې د يادې ولسوالۍ لاره بنده شي؛ نو په سيمه كې د خوراكي توكو بيې لوړې او خلک له ستونزو سره مخ شي.

ابرار وويل، چې له همدې امله يې د كورنۍ لپاره ځيني خوراكي توكي هم اخيستي وو، خو لا يې پر وړلو نه دى بريالى شوى.

خو د سرپل چارواکي وايي، هر كال د ژمي په موسم كې د واورې د ډېر اورښت له امله له ورته ستونزو سره مخ كېږي.

د دغه ولايت والي عبدالجبار حقبين پژواك اژانس ته وويل، چې د تېرو كلونو د تجربو له امله يې د سږ كال له لومړيو د يادو ولسواليو د لارو بندېدو لپاره چمتووالى نيولى دى.

نوموړي زياته كړه، چې د روان ژمي په پيل كې مخكې له دې چې واورې وشي، دوى ۲۰ عرادې د سړك پاكونې موټر د يوې سويډني موسسې په مرسته سيمې ته استولي وو.

د هغه په وينا، د بلخاب ولسوالۍ د ولايت له مركز سره ۱۴۰ كيلومتره واټن لري، چې له قم كوتل سره د واورې د ډېروالي له امله د دې ولسوالۍ لاره له مركز سره بندېږي.

همداراز د كوهستانات ولسوالۍ د ولايت له مركز سره ۱۸ كيلومتره واټن لري، چې ځاى ځاى د پلونو د نشتوالي او د سړك د خرابۍ له امله دغه لاره هم د ډېرې واورې د اورښت له امله بندېږي.

د سرپل والي وويل، چې دوى په يادو سيمو كې له تېرې ورځې راهيسې كار پيل كړى او هيله من دي، چې تر سبا پورې به د دواړو ولسواليو لارې بېرته خلاصې شي.

د جوزجان چارواکي هم په دغه ولايت له مركز سره د يوې ولسوالۍ د لارې بندېدو خبر وركوي.

د دغه ولايت د والي وياند يما جميلي پژواك اژانس ته وويل، چې د تېرو دوو ورځو د واورې اورېدو په دغه ولايت كې د درزاب ولسوالۍ لاره د ولايت له مركز او له قوش تپې ولسوالۍ سره بنده کړې ده.

نوموړي زياته كړه، چې تر دې دمه يې كومه ځانګړې ستونزه نه ده رامنځ ته كړې، هڅې يې روانې كړې، چې په لنډ وخت كې لاره بېرته خلاصه كړي.

د يادونې ده، چې د بدخشان په نوسي ولسوالۍ کې وړمه ورځ د لارې بندېدو او ډېرو اورښتونو له امله د سينه بغل او تورې ټوخلې ناروغي ډېره شوې، چې له امله يې ١٢ کوچنيان مړه شوي دي.

Related Topics