مزارشريف (پژواک ١٠ مرغومى ٩١): د بلخ ولايت چارواكو هغه څرګندونې رد كړې، چې كواګې د مزارشريف د هوايي ډګر د ترمينل او د بلخ پوهنتون د نوو ودانيو پرانيسته پر نوم اېښودنې د اختلاف له امله ځنډول شوې ده.
د وحيد اوريا په نوم يوه كس تېره ورځ د فيسبوك پر پاڼه ليكلي، چې د مزارشريف هوايي ډګر ترمينل، چې له يو څه مودې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې، ځكه نه پرانيستل كېږي؛ چې مركزي لوړپوړ چارواكو يې د غازي امان الله خان په نوم او د بلخ ولايت سيمه ييز چارواكي يې د احمدشاه مسعود په نوم د نومولو هڅه كوي.
همداراز نوموړي د بلخ پوهنتون د نوې ودانۍ په اړه ليكلي، چې دغه ودانۍ د پاكستان هېواد په مرسته جوړه شوې، نو هڅه كوي، چې د اقبال لاهوري په نوم يې ونوموي؛ خو د بلخ ولايت سيمه ييز چارواكي يې ورسره نه مني او د مولانا جلال الدين بلخي په نوم د ياد پوهنتون د نومولو په هڅه كې دي.
وحيد اوريا د خپلو څرګندونو په پاى كې د پوښتنې په توګه ليكلي: ((ايا د نوم اېښودونې ستونزه د دې لامل كېدى شي، چې له معياري خدمتونو څخه خلك محروم پاتې كړاى شي؟))
د نوراغا شريفي په نوم يوه كس نظر وركړى، كومه ستونزه به نه وي، چې يو ځاى د مولانا په نامه شي، چې يو نړيوال شخصيت دى او بل د احمدشاه مسعود په نوم شي، چې د هېواد يو مبارز شخصيت دى.
خو د محمدجان اريا په نوم كس ليكلي: ((بايد د نوم اېښودنې په برخه كې دقت وشي، ځكه چې د دې ټولو بدبختيو لامل درواغجن نومونه دي.))
د نويد قاري زاده په نامه يو بل تن خپل نظر كې ليكلى، چې لومړى خو د بلخ پوهنتون پر خپل نامه ښه دى او دويم د مولانا نوم هم ورته ښكلى دى.
نوموړي د هوايي ډګر په نومولو كې د شخص نوم ښه نه دى ګڼلى او زياته كړې يې ده، چې ((د مزارشريف هوايي ډګر)) ورته وړ نوم دى، چې اوس هم په همدې نامه يادېږي.
خو د بلخ ولايت سيمه ييز چارواكي د دواړو موضوعاګانو په اړه د فيسبوك پر پاڼه ليكل شوې څرګندونې په كلكه ردوي او د يادو ودانيو د نه پرانيستې لامل سړه هوا ګڼي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د مرغومي په ١٠مه پژواك اژانس ته وويل، دا سمه ده، چې د مزارشريف د هوايي ډګر ترمينل د جوړېدو چارې بشپړې شوې او پرانيستې ته چمتو دى.
نوموړي زياته كړه، چې تر دې دمه د بلخ د سيمه ييزو چارواكو او د مركزي لوړ پوړو چارواكو ترمنځ د مزارشريف د هوايي ډګر پر نوم هېڅ فكر نه دى شوى.
د هغه په وينا، دې ته اړتيا نه ده ليدل شوې، چې په دې مسئله دې فكر وشي.
نوموړي زياته كړه، چې د مزارشريف هوايي ډګر د تېر يو كال په اوږدو كې د المان هېواد له خوا د څه باندې ۵۰ ميليونه يورو په لګښت جوړ شوى او پرانيستې ته چمتو دى.
د هغه په وينا، دغه ترمينل د هېواد په كچه په ښو ترمينلونو كې راځي او ډېرې اسانتياوې ورته په پام کې نيول شوې دي.
د والي وياند د بلخ پوهنتون په نوې ودانۍ كې د پاكستان هېواد له خوا د دغه پوهنتون د انجنيري پوهنځۍ د ودانۍ د كار د بشپړېدو پخلى وكړ؛ خو د روان ژمي له امله يې د يادې ودانۍ پرانيستنه ناشونې وبلله.
نوموړي زياته كړه، چې دغه پوهنتون د بلخ پوهنتون په نامه دى نو اړتيا نشته، چې د پاكستان هېواد دې له دوى سره داسې كومه مسئله شريكه كړي، چې تر دې دمه يې شريكه كړې هم نه ده.
فرهاد له پاكستانه د مننې تر څنګ وويل، چې د ياد پوهنتون په نوي انګړ كې د انجنيري پوهنځۍ ودانۍ د دغه هېواد له خوا د ۱۲ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت جوړه شوې او پرانيستلو ته چمتو ده.
د بلخ پوهنتون استادان د پاكستان هېواد او د بلخ ولايت د سيمه ييزو چارواكو ترمنځ د دغه پوهنتون د نوم پر سر اختلاف په كلكه ردوي.
د دغه پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي استاد پوهندوى غلام فاروق خپلواك پژواك اژانس ته وويل، چې دوى په دې چمتووالي كې دي، چې د نوي كال له پيله د ياد پوهنتون څلور پوهنځۍ دغې ودانې ته ولېږدوي.
نوموړي زياته كړه، چې د بلخ پوهنتون نوم لري او تر دې دمه د پاكستان او يا هم د بلخ د سيمه ييزو چارواكو له خوا د نوم پر سر د فكر كولو كومه موضوع نه ده مطرح شوې.
د هغه په وينا، ياده ودانۍ د امنيت ساتنې او د څښاك د اوبو په برخه كې ځينې ستونزې لري، چې ښايي د نوي كال تر پيل پورې حل شي.
د بلخ د والي وياند په ټوله كې په فيسبوك كې دغه ډول څرګندونې وغندلې او دا يې د خلكو د ذهنونو د خرابولو لامل وګڼلې.