کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩١): د ميدان ښار د تېرې مياشتې د ځانمرګي بريد د قربانيانو له کورنيو سره مرسته وشوه.
د روان لمريز کال د لېندۍ په درېيمه د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ولايت مقام ته څېرمه د يوه موټر په وسيله شوي ځانمرګي بريد کې څلور تنه وژل شوي وو او لسګونه نور ټپيان وو.
د دغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د ولسمشر د (۵۸۱۸) ګڼې حکم پر بنسټ د ياد ځانمرګي بريد له امله د ۵۳ تنو وژل شوو او ټپيانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
هغه زياته کړه، چې دا مرستې د والي عبدالمجيد خان خوګياڼي په مشرۍ د ټاکل شوي کمېسيون له خوا پر يادو کورنيو ووېشل شوې.
والي د پيسو د وېش پر مهال په خپلو خبرو کې له يادو کورنيو سره پر خپل وخت مرسته او په دې اړه د ولسمشر د بېړني حکم له صادرولو د مننې ترڅنګ وويل، چې د هېواد د سولې او ثبات د دښمنانو له لوري عام وګړي په نښه شوي وو.
هغه ژمنه وکړه، چې د يادو کورنيو لپاره به نورې مرستې هم راجلب کړي.
په ياد ځانمرګي بريد کې ټپي شوي محمدهارون له ولسمشر کرزي او ځايي چارواکو مننه وکړه، چې له دوى سره يې پر وخت مرسته وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې د خلکو کورونه او دوکانونه هم زيانمن شوي او په دې برخه کې يې هم د مرستې غوښتنه وکړه.
د والي وياند وايي، چې په ياد بريد کې د هر وژل شوي کورنۍ ته سل زره افغانۍ او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP