جلال اباد( پژواک ١٠ مرغومى ٩١ ) : د ننګرهار ددوربابا په ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره سيمه ييز پوليس وګومارل شول.
د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن ددور بابا په ولسوالۍ کې سل تنه محلي پوليس فعاله او په رسمي ډول يې په دندو پيل وکړ.
هغه زياته کړه،چې ددې پوليسو په فعاليدو سره به په سيمه کې امنيت تامين او د امنيتي ستونزو کچه به هم ټيټه شي.
مشرقيوال زياتوي، چې په دوربابا ولسوالۍ کې د سيمې د خلکو په غوښتنه محلي پوليس جوړ شوي او ټول هغه کسان په کې شامل شوي،کوم چې قومي مشرانو،علماوو او د سيمې اوسېدونکو دوى ته معرفي کړي دي.
د دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ميرداد پژواک خبري اژانس ته د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه ، چې په ياده ولسوالۍ کې د محلي پوليسو په جوړيدو به په امنيت کې ښه والى راشي.
هغه زياته کړه: ((دا خو ډېر ښه کار وشو، دغه پوليس خپل کلى چې وساتي هم ډېره ښه خبره ده موږ يې ملاتړ کوو. ))
صفي الله ، چې په سيمه ييزو پوليسو کې يې دنده لري وايي ، چې خپلې ټولنې ته به په صداقت کار کوي، دى زياتوي چې په هر حال کې به د ټولنې له فرد،فرد څخه دفاع کوي.
دى وايي : (( پخوا خو موږ سره وسله او يا بل څه نه وو، خو اوس راسره شته، هېڅ پردي ته به ځاى نه ورکوو.))
د يادونې ده، چې سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ هغه ځواک دى، چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم فعاليت کوي.
له دې مخکې ددې ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکو له سيمه ييزو پوليسو سره مخالفت ښودلى و.