Language

سناتوران : د تورخم پولې تړل د کمزوري بهرني سياست څرګندونه کوي

کابل (پژواک١٠مرغومى٩١) : د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي ، چې د پاکستان لخوا د افغان کډوالو ځورول او د پاکستان له لوري د تورخم پولې تړل،د افغانستان د کمزوري بهرني سياست څرګندونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ پاکستان د دوه ورځو لپاره د افغانانو پر مخ د تورخم پوله وتړله.

پاکستانيو چارواکيو ويلي، چې دا کار يې د کابل په پلچرخي سيمه کې د پاکستان د اتباعو د ځورولو په غبرګون کې کړى دى.

پرون او وړمه ورځ ، چې د تورخم دروازه تړل شوې وه، د سختۍ يخنۍ له امله تر ١٠ زيات کسان، چې پکې ماشومان هم وو، د پولې دواړو خواوو ته  مړه شول.

نن د مشرانو جرګې غړي هدايت رهايي ددې جرګې عمومي غونډې ته وويل ، چې د تورخم پولې تړل د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د کمزورې دپلوماسۍ له امله ده.

د جرګې بلې غړې بلقيس روشن وويل ، چې پاکستان پر افغان حکومت دومره برلاسى دى، چې د خپلو دوو يا درېيو کارګرو د ډبلو په غبرګون کې يې د تورخم پوله وتړله، چې د ځينو افغان ماشومانو د مړينې لامل شوه.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د دروازې د تړل کېدو له امله تر دې مهاله د پولې په دواړو خواوو کې ١٣ افغان اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړى، چې د قربانيانو ډېرى ماشومان دي.

د جرګې بل غړي علي اکبر جمشيدي هم وويل ، چې دا ستونزې د بهرني سياست کمزوري ښيي.

هغه زياته کړه،چې د بهرنيو چارو وزارت اوسنۍ دپلوماسي د خلکو اړتياوې نشي ځوابولى.

د نوموړي په وينا، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په دې کې پاتې راغلى ، چې له ګاونډيو هېوادونو سره ګټور تعامل رامنځته کړي.

د جمشيدي په خبره،د هېواد اوسني حالت ته په کتو داسې قوي او سنجول شوې دپلوماسۍ بايد وسنجول شي، چې د افغانستان له حالاتو سره سمون ولري.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سره يې تر اړيکو او خبرو وروسته د تورخم دروازه پرانېستل شوه.

هغه زياته کړه ، د افغانستان او پاکستان حکومتونو موافقه وکړه، ترڅو د هغو پېښو په اړه، چې په لنډي کوتل کی د مرغومي په اوومه او په کابل کې رامنځته شوي، جدي څيړنه وشي .

موسى زى وايي : (( د دې څېړونو په اساس به موږ هغه لازم اقدامات تر سره کړو، چې په راتلونکي کې دا راز پېښې تر سره نه شي او د دې دواړو پېښو عاملين د قانون منګولو ته وسپارل شی.))