چاريکار (پژواک ١٠ مرغومى ٩١): ځينو کسانو له هغې کورنۍ سره نغدي، د خوراکي او نورو توکو مرستې وکړې، چې د بېوزلۍ له امله يې خپله ماشومه لور پلورلې وه.
يادې کورنۍ، چې د پروان په مرکز چاريکارو کې اوسيږي، شاوخوا لس ورځې مخکې د فقر له امله خپله د درېيو مياشتو ماشومه په ٧٠٠٠ افغانۍ وپلورله، خو د ولايتي شورا په هڅو پلورل شوې ماشومه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.
وروسته له هغه، چې رسنيو په دې اړه راپورونه خپاره کړل، يو شمېر کسانو له دې اړې کورنۍ سره مرستې وکړې.
ملي سوداګر او په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازي مير رحمان رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې کورنۍ سره يې ١٠٠ زره افغانۍ، ٧ بورۍ پنځوس کيلويي اوړه، ٣٠ کيلو غوړي او لس کمپلې مرسته وکړه.
د هاشمي خيريه ټولنې مشر سيدعلي هاشمي وايي، چې ده هم له دې کورنۍ سره ١٠٠ زره افغانۍ مرسته وکړه.
هغه وويل، په کار ده چې يادې کورنۍ ته بانکي حساب پرانيستل شي او خلک يې له لارې له دې کورنۍ سره مرستې وکړي.
ده هم ژمنه وکړه، چې هره مياشت به له دې کورنۍ سره د خپل وس مرسته کوي.
د پروان د ولايتي شورا غړي عبدالظاهر سالنګي دوه ورځې مخکې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې د دې کورنۍ د کور مياشتنۍ ١٥٠٠ افغانۍ کرايه ولايتي شورا پر غاړه اخيستې ده.
هاشمي وايي، چې که د دې فقيرې کورنۍ د کور کرايه بل چا ورنه کړه، نو دى حاضر دى چې کلنۍ کرايه يې پر غاړه واخلي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي وايي، وروسته له هغه چې له رسنيو يې د يادې ماشومې د پلورلو زړه بوږنوونکى خبر واورېد، له يادې کورنۍ سره يې د ٥٠ زره افغانيو په ارزښت د سون او لومړنيو خوراکي توکو مرسته وکړه.
د بګرام هوايي ډګر ځيني افغان کارکوونکو هم له دې کورنۍ سره مرسته کړې ده.
د يادو کسانو له ډلې روح الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ټولټال ٢٥زره افغانۍ له دغې کورنۍ سره مرسته کړې ده.
د پروان د ولايتي شورا غړي عبدالظاهر سالنګي د ماشومې له کورنۍ سره د يو اندازه ذغالو مرسته کړې او د هغه کس ٧٠٠٠ افغانۍ يې بېرته ورکړې، چې ياده ماشومه يې پېرلې وه.
د پروان له پېښو سره د مبارزې رياست شپږ بورۍ ٢٥ کيلويي وريجې، سرې مياشتې شپږ بورۍ ٥٠ کيلويي غنم او د پروان ولايتي شورا ژمني کالي د دې ماشومې له کورنۍ سره مرسته کړې ده.
د يادې ماشومې مور، چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پر دغو مرستو خوښي څرګنده کړه او له مرسته کوونکو يې د مننې تر څنګ وويل، چې د اوس لپاره يې ستونزې هوارې شوې دي.
دې له رسنيو هم مننه وکړه، چې د کورنۍ د بېوزلۍ راپور يې خپور کړ او دغه کار د دې لامل شو چې خلک ورسره مرستې وکړي.