کابل ( پژواک ١٠ مرغومى ٩١ ) : د يونان د ډوبې شوې بېړۍ له قربانيانو څخه يې د دوو تنو مړي کابل ته لېږدول شوي دي.
دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د مرغومي په لسمه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
اروپا ته د تلونکو غير قانوني کډوالو يوه بېړۍ شاوخوا دوه اونۍ مخکې د يونان په سواحلو کې ډوبه شوې وه، چې له بده مرغه ٢١ تنه افغانان هم په دې کې شامل وو.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي وويل ، چې د وروستيو معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې له يادې بېړۍ ، چې پکې شاوخوا ٣٠ تنه سپاره وو، ٢٢ مړي ترې ترلاسه شوي دي.
د هغه په وينا، له دې مړو څخه يې دوه جسدونه د خپلوانو لخوا کابل ته لېږدول شوي او پاتې ٢٠ نور مړي د يونان په يوه روغتون کې ساتل کېږي .
موسى زي وويل ، چې له دې ٢٠ مړو څخه يې لس تنه پېژندل شوي او لس نور يې تر اوسه نه دي پيژندل شوي .
نوموړي زياته کړه ، چې د بهرنيو چارو وزارت په دې برخه کې ٢٤ ساعته خپلو هڅو او اقداماتو ته ادامه ورکړې .
هغه وايي : ((موږ هيله من يو ، چې وکولای شو په راتلونکو څو محدودو ورځو کې ټول اجساد هېواد ته ولېږدوو.))
د بهرنيو چارو وزارت وياند د مړو په لېږد کې د ځنډ لامل په يونان کې د تېرې يوې اونۍ او له هغې زياتې مودې راهيسې د کرسمس او هم د نوي کال رخصتۍ وښودې او ويې ويل ، چې ډيرى دولتي دفترونه رخصت او يا يې هم په ډېر کم ظرفيت سره کار کاوه.
نوموړي ژمنه وکړه،چې ډېر ژر به ديوه يوناني شخصي هوايي شرکت په مرسته دافغانستان ددولت په لګښت ټول اجساد هېواد ته ولېږدول شي .
موسى زي د غير رسمي معلوماتو له مخې وويل، چې په دې مړو کې يوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي او پاتې نور يې نارينه دي.
هغه زياته کړه ، چې د بېړۍ له مسافرينو څخه يې دوه تنه ژوندي پاتې دي ، چې هغوى هم افغانان دي .
د بهرنيو چارو وزارت له هېواد والو وغوښتل، چې دخپلو کورنيو غړي دې د انساني قاچاقچيانو په لاس اروپا او نورو هېوادونو ته نه لېږدوي، چې بيا له دا ډول برخليک سره مخامخ کېږي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP