چاريکار( پژواک ١٠ مرغومى ٩١): په پروان کې د جنوبي کوريا د پوځي اډې په ودانيو کې د پوليسو تعليمي مرکز جوړ او په کار يې پيل وکړ.
د جنوبي کوريا د پوځيانو اډه د پروان د مرکز اړوند په جنګل باغ سيمه کې موقعيت لري. شاوخوا شل ورځې مخکې کوريايي پوځيان له دې اډې څخه ووتل، خو په اړينو وسايلو مجهزې خونې يې پاتې شوې.
د کورنيو چارو وزارت د تعليمي مرکز مشر پاسوال معشوق سېلاب نن د ياد شوي تعليمي مرکز د کار د پيل په غونډه کې وويل ، چې په دې تعليمي مرکز کې د سلاح د تخنيک ، جمع نظام ، عسکري اصولنامې او د پوليسو د نورو مهارتونو په اړه زده کړې ورکول کيږي.
دى وايي، چې په دې مرکز کې د پوليسو ساتنمنانو ته ٤ مياشتې ، ملي پوليسو ته دوه مياشتې ، محلي پوليسو ته يوه مياشت زده کړې ورکول کيږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه مرکز په يوه دوره کې د ٥٠٠ تنو وړتيا لري .
هغه وويل، چې په دې مرکز کې د پروان ، باميانو او لغمان ولايتونو پوليسو ته زده کړې ورکول کيږي.
ده ،ددې مرکز د کار پيل يو ښه اقدام وباله او ويې ويل ، چې دا د هېواد په کچه څوارلسم د پوليسو تعليمي مرکز دى .
د پروان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ضياالرحمن فايز سيدخېلي وويل، چې مخکې به د پروان پوليسو ته په کابل کې زده کړې ورکول کېدې .