مزارشريف (پژواک ١١ مرغومى ٩١): په بلخ ولايت كې د تېر كال په پرتله پر ماشومانو د تاوتريخوالي په پېښو كې ۳۰ سلنه كمښت راغلى، خو د دغه ښار يو شمېر ماشومان له خپلو حقوقو ناخبري ښيي.
د بلخ د كار او ټولنيزو چارو رياست د ماشومانو د حقوقو د ساتنې څانګې مدير نجيب الله كوهستاني د مرغومي په ۱۱مه په مزارشريف كې د ماشوم د حقوقو د ساتنې په اړه په جوړ شوي كنفرانس كې وويل، هر هغه كار چې پر ماشومانو په جبر ترسره شي او پرې بدني او روحي فشار راوړي؛ پر ماشومانو تاوتريخوالى حسابېږي.
دغه كنفرانس د ((د اسلام او د ماشوم د حقوقو د نړيوال قانون له مخې په بلخ كې د ماشومانو د حقوقو ساتنه)) تر سرليك لاندې د بلخ ولايت د كار او ټولنيزو چارو رياست او کوار موسسې له خوا جوړ شوى و، چې په کې د دغه ولايت يو شمېر ديني عالمانو او د مدني ټولنو غړو برخه اخيستې وه.
كوهستاني د دغه کنفرانس پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ۱۳۹۰ لمريز كال كې په بلخ ولايت كې پر ماشومانو د تاوتريخوالي ۱۹۰ پېښې ثبت شوې وې.
نوموړي زياته كړه، چې په روان كال كې تر دې دمه ۸۰ پېښې ثبت شوې، چې د تېر كال په پرتله پر ماشومانو د تاوتريخوالي په پېښو كې ۳۰ سلنه كموالى ښيي.
د هغه په وينا، په دغو پېښو كې د ماشومانو قاچاق، تښتونه، جنسي تېري، درانه كارونه او داسې نورې پېښې ثبت شوې دي.
كوهستاني وويل، چې ډېرى پېښې يې په قانوني ډول څېړلې او تورن كسان د محكمې له لارې مجازات شوي دي.
د بلخ د حج او اوقافو رياست د ښوونې او روزنې برخې مدير مولوي امان الله، چې په کنفرانس کې يې ګډون کړى و، پژواك اژانس ته وويل، چې د ماشوم د حقوقو د نه ساتنې يواځېنى لامل د اسلامي احكامو نه عملي كول دي.
نوموړي زياته كړه، چې په اسلام كې د هر څه حقوق معلوم دي، كه چېرې اسلامي احكام په سمه توګه پلي شي نو د ټولنې د هېڅ فرد حقوقو به نه زيانمنېږي.
دا په داسې حال كې ده، په بلخ كې ځيني هغه ماشومان، چې د درنو كارونو له لارې ځان او خپلې كورنې ته پيسې پيدا كوي، د ماشوم له حقوقو څخه هېڅ ډول معلومات نه لري.
د مزارشريف پر واټونو د زړو توكو او پلاستيكونو ټولوونكي ۱۰ كلن صفت الله پژواك اژانس ته وويل، چې دى هره ورځ سهار وختي له كوره د همدې مجبوريت له امله وځي، چې يو څو پيسې پيدا كړي.
نوموړي زياته كړه، دى نه پوهېږي، چې ماشوم حق لري او كه نه خو مجبور دى، چې د خپلې كورنۍ لپاره هره ورځ له سخته سخت كار وكړي او پيسې پيدا كړي.
د هغه په وينا، پلار يې په جګړو کې وژل شوى او د كور د پنځه غړو سرپرستي د ده پر غاړه ده، چې له همدې امله يې زده کړې هم پرېيښې دي.
په بلخ ولايت كې د ماشوم د حقوقو په برخه كې د كاركوونكې موسسې (كوار) د ماشوم د حقوقو د ساتنې برخې مسوول غلام نبي صديقي پژواك اژانس ته وويل، چې دوى په مزارشريف ښار او د بلخ په شپږو ولسواليو كې د ماشومانو د حقوقو د ساتنې لپاره کار کړى دى.
نوموړي زياته كړه، چې په يادو سيمو كې يې د زلميانو ۴۰ ټولنې او د ماشومانو د كورنيو ۴۰ شوراګانې جوړې كړې دي.
د هغه په وينا، دغه ټولنې او شوراګانې په سيمه كې د ماشوم د حقوقو په اړه تبليغاتي چارې پر مخ وړي.