Language

د تښتول شوو دوو بهرنيانو کورنۍ، د هغوى خوشې کېدل وغوښتل

کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩١): د کابل-غزني پر لويه لاره د دوو تښتول شوو بهرنيانو کورنۍ د هغوى د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

دغه کسان د روان لمريز کال د تلې په ١٧مه د کابل-غزني پر لويه لاره د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې نامعلومو کسانو وتښتول.

هماغه مهال د ميدان وردګو يوې حکومتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو، دوه بهرنيان چې له غزني ولايت څخه کابل ته پر لاره وو، وسلوالو طالبانو تښتولي دي.

دغې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي زياته کړې وه، ياد بهرنيان چې يوه ښځه او بل نارينه دي، د وردګو د سيداباد ولسوالۍ اړوند د شش ګله په سيمه کې د کابل–غزني پر لويه لاره له کرولا موټر سره تښتول شوي دي.

په سيمه کې يوې بلې سرچينې هم ويلي وو، چې يوه امريکايۍ مېرمنه او کاناډايي سړى له غزني څخه په يوه شخصي کرولا موټر کې روان وو، چې په ياده سيمه کې وسلوالو طالبانو ښکته کړي دي.

خو د درېيو مياشتو په تېرېدو اوس هم د يادو تښتول شوو بهرنيانو هېڅ پته نه ده معلومه شوې.

امريکايي اژانس اى پي نن (د مرغومي ١١مه) خبر ورکړى، چې تښتول شوي دوه بهرنيان ښځه او خاوند دي  او دغه ښځه حامله ده.

سرچينې زياته کړې، چې ياده ښځه کټلين کوليمان نومېږي او ٢٧کلنه ده، د خاوند نوم يې جوش دى.

د اى پي په راپور کې راغلي، چې دوى د ٢٠١٢ زېږديز کال د جولاى په مياشت کې د روسيې او مرکزي اسيا هېوادونو په لوري خوځېدلي وو او بيا افغانستان ته تللي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوى وروستۍ اړيکه د ايمېل له لارې د تلې په ١٦مه ورسره نيولې وه او ويلي وو، چې دوى د افغانستان په يوه ناامنه سيمه کې دي.

د تښتول شوې ښځې پلار جيمز کوليمان ويلي، چې لور يې حامله ده او ټاکل شوې، چې راتلونکې مياشت ولادت وکړي؛ ځکه يې له تښتوونکي غوښتي چې هغه خوشې کړي.

تر اوسه د دغو بهرنيانو د تښتونې مسووليت وسلوالو طالبانو او يا هم بلې کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادې ښځې پلار جيمز ويلي: ((موږ غواړو چې دواړه تښتول شوي کسان په خوندي توګه خوشې کړاى شي.))

نوموړي دغه غوښتنه د يوې ويډيو له لارې هم کړې، چې دوه اونۍ مخکې يې د انټرنېټ په ټولنيزې پاڼې (يوټيوب) کې خپره کړې ده.

د دغو کسانو تر تښتول کېدو وروسته د کاناډا د بهرنيو چارو زارت اعلان وکړ، چې دوى دا پېښه څېړي.

د دغه وزارت له خوا د تېرې جمعې په ورځ په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى په ګومان دغه کسان تښتول شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې درې مياشتې مخکې دوى له دې پېښې خبر شوي وو، خو دامنيتي ځواکونو له څېړنو معلومه شوه، چې دا کسان د وردګو په ساحه کې نه دي تښتول شوي او نه هم دوى يې په اړه معلومات لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.