کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩٠): د ٢٠١٢ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ٣٤٧ سرتېري وژل شوي، چې د تېر کال په پرتله ٣٨ سلنه کم ښيي.
دايساف د معلوماتو له مخې په ٢٠١١ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٥٤٣ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
پر امريکا د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر د١١مې له بريدونو وروسته، د همدغه کال د اکتوبر د مياشتې په اومه نېټه د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې ضد جګړه پيل کړه.
په دې يوولس کلنه جګړه کې د لسګونو زرو افغانانو ترڅنګ زرګونو بهرنيو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ٢٠١٢ کال پر مهال د دوى ٣٤٧ سرتېري وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دغو سرتېرو کې يې ٢٧٨ د جګړو پر مهال او پاتې نور يې د نورو پېښو له امله مړه او يا هم وژل شوي دي.
د تېر کال (٢٠١١) په پرتله، چې په کې ٥٤٣ سرتېري وژل شوي وو، په ٢٠١٢ کال کې د سرتېرو په وژنه کې ٣٨ سلنه کموالى راغلى.
دا چې سږ کال د تېر کال په پرتله د ايساف د سرتېرو د وژل کېدو کچه ټيټه شوې، د ايساف مطبوعاتي دفتر د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د ډېرو سيمو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.
سرچينې زياته کړې، چې اوس مهال افغان ملي ځواکونه د افغانستان د څه باندې ٧٠ سلنې ساحې د امنيت مسووليت پر غاړه لري او ٨٠ سلنه عمليات هم د هغوى له خوا ترسره کېږي.
د راتلونکي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وويل، چې دا له وخت څخه مخکې خبره ده، خو د ٢٠١٣ کال پر مهال به افغان ملي ځواکونه لا هم پياوړي او د ډېرو سيمو د امنيت مسووليت به پر غاړه واخلي.
خو د زيانونو (اى کژولټيز) په نوم يوې وېبپاڼې، چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې خپروي، د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٢ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې ٤٠٥ بهرني سرتېري وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې تېر کال په افغانستان کې ٥٦٦ بهرني سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
خو دې سرچينې په خپل لېست کې هغه سرتېري هم شامل کړي، چې په افغانستان کې ټپي شوي او بيا يې د خپلو هېوادونو په روغتونونو کې ساه ورکړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٢ کال پر مهال له ٤٠٥ وژل شوو سرتېرو څخه ٣٠٩ امريکايي، ٤٤ برېتانوي او پاتې نور ٥٢ يې د ايساف اړوند د نورو هېوادونو سرتېري وو.
د ٢٠١٢ کال اګست مياشت د ايساف لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه، په دې مياشت کې د ايساف ٥٢ سرتېري ووژل شول.
په تېرو يوولسو کلونو کې په افغانستان کې ٣٢٥٢ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ٢١٧٣ يې امريکايي، ٤٣٨ برېتانوي او ٦٤٠ يې د نورو هېوادونو سرتېري دي.
هلمند په تېرو يوولسو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ولايت ثابت شوى دى؛ په دغه ولايت کې تر اوسه ٩١٠ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايي او برېتانوي دي.
په دغه ولايت کې د زرګونو امريکايي سرتېرو ١٠ زره برېتانوي او يو شمېر ډنمارکي سرتېري مېشت دي.
کندهار په دغه لېست کې په دويم مقام کې ځاى لري، په دغه ولايت کې ٥٠٧ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېرى امريکايي دي.
د يادونې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې ټول ځواکونه د ناټو په مشرۍ د ايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي، ٥٠ هېوادونه د ايساف په چوکاټ کې په افغانستان کې څه د پاسه ١٠٢٠٠٠زره سرتېري لري، چې نږدې ٦٨ زره يې امريکايي دي.
د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې بهرني ځواکونه له ډېرو سيمو وتلي او ځاى يې افغان ځواکونو نيولى دى.
هغه زياته کړه: ((داسې هم نه ده چې مرګ ژوبله کمه شوې، پخوا د ايساف مرګ ژوبله زياته وه، خو اوس د افغان ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.))
نوموړى وايي، همدا پرون د ملي دفاع وزارت وويل، چې د ٢٠١٢ کال پر مهال تر زرو زيات د ملي اردو سرتېري وژل شوي، چې تر ټولو لوړه شمېره ده.
هغه زياته کړه: ((بهرنيو ځواکونو عمليات او جګړه ييز فعاليتونه کم کړي وو او په راتلونکي کال کې به يې نور هم کم کړي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP