Language

هرات (پژواک، ١١ مرغومى ٩١): د هرات لسګونو خبريالانو د برېښنا د نشتوالي له امله د ترکمنستان قونسلګرۍ او د دې ولايت د برېښنا رياست په وړاندې اعتراضي غونډه وکړه.

په هرات کې د خبريالانو د ملاتړ ټولنې رييس خليل اميري، د غونډې پرمهال وويل، چې په هرات کې ۱۰ تلويزيونی شبکې او د ايف ايم په څپو ۱۵ سيمه ييزې راډيوګانې فعاليت کوي.

 خو نوموړى وايي، له تېرو څلور ورځو چې په ښار کې د برېښنا د بندېدو ستونزه رامنځ ته شوې ده، ۴ تلويزيونو او ۵ راډيوګانو خپلې خپرونې په ټپه درولي او ډېرى نورو د خپرونو وختونه کم کړي دي.

د زحل راډيو مدير عمر نصير مجددي پژواک ته وويل، چې د راډيو د اواز د لېږد ١١٠ کيلوواټه وسيله يې د برېښنا د ناڅاپي تګ راتګ او کمزورۍ له امله وسوځېده، چې ١٢زره امريکايي ډالره تاوان وراوښتى دى.

د برېښنا رياست د عملياتو د څانګې مرستيال انجنير دلاور مرادي وويل، د دوى په اداره کې ستونزه نشته، بلکې د برېښنا مزی په ترکمنستان کې د تخنيکي عوارضو له کبله پرې شوی دى.

ده زياته کړه، دا ستونزه به ډېر ژر هواره شي او د همدې ورځې په اوږدو کې به هرات ښار په برېښنا روښانه شي.

Related Topics