Language

د ٢٠١٢ کال  په ٤٥ داخلي بريدونو کې ٦١ بهرني سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩١): ايساف وايي، چې د ٢٠١٢ کال پر مهال د افغان ملي ځواکونو له خوا په ٤٥ داخلي بريدونو کې يې ٦١ سرتېري وژل شوي دي.

دغه څرګندونې په کابل کې د ايساف ځواکونو يوه وياند او د عامه اړيکو مشر ډګرمن ليس کارول (Les Carroll) د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې د ٢٠١٢ کال د نومبر مياشتې تر ١١مې نېټې پورې په ٤٥ داخلي بريدونو کې د ايساف ٦١ سرتېري وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې شمېره کې يې د تېرې اونۍ د دوشنبې (د مرغومي ٤مه) هغه پېښه يې ه ده په کې شامله کړې، چې د کابل په امنيه قوماندانۍ کې د يوې ښځينه پوليسې له خوا يو ملکي امريکايى قراردادي ووژل شو.

د کارول په وينا، دغه پېښه اوسمهال تر څېړنو لاندې ده.

د داخلي بريدونو په اړه د ايساف دغه چارواکي وويل، چې دوى دغه ډول بريدونه او پېښې د افغان او ايساف ځواکونو لپاره يو ګواښ ګڼي او جدي يې نيسي.

هغه زياته کړه: ((ايساف او افغان حکومت په ګډه د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره ګڼ شمېر اقدامات په لاره اچولي دي.))

کارول د بېلګې په توګه د افغان ځواکونو د جلب او جذب د پروسې روڼوالى، د استخباراتي معلوماتو زياتولو او ايساف ځواکونو ته د کولتور په برخه کې معلومات ورکول شامل دي.

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار د ٢٠١٢ کال پر مهال پر بهرنيو ځواکونو د داخلي بريدونو لامل د دغو ځواکونو ناسم چلند بولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، بهرنيو ځواکونو او په ځانګړې توګه امريکايي سرتېري د افغانستان ديني، فرهنګي او ملي مقدساتو ته سپکاوى وکړ، چې له امله يې ياد بريدونه زيات شول.

حقيار د بېلګې په توګه په بګرام کې د قران کريم د نسخو سوځول، د طالبانو مړو ته سپکاوى کول او د پنجوايي پېښې يادې کړې.

نوموړي دا هم وويل، چې د وسلوالو طالبانو تبليغات او د سيمې د هېوادونو پروپاګند هم د دغو بريدونو په زياتېدو کې مهم رول لوبولى دى.

د ٢٠١٢ زېږديز کال د فبرورۍ په مياشت کې د امريکا د دفاع وزارت يو راپور کانګريس ته واستاوه چې په کې د داخلي بريدونو په اړه معلومات ورکړل شوي وو.

د دغو معلوماتو له مخې، د داخلي بريدونو لړۍ په ٢٠٠٧ زېږديز کال پيل شوى او د ٢٠١١ زېږديز کال تر پايه پورې شاوخوا ٤٠ دا ډول داخلي بريدونه ترسره شوي وو، چې له امله يې ٧٠ بهرني سرتېري وژل شوي او تر ١١٠ زيات ټپيان وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا دفاع وزارت د کانګرېس د وسلوالو ځواکونو کمېسيون ته په يوه وړاندې کېدونکي راپور کې ويلي، چې ډېرى دغه ډول بريدونه په شخصي توګه ترسره شوي او د افغانستان وسلوالو مخالفو ډلو له خوا نه وو پلان شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.