Language

په هرات کې معتادين له پوليسو شکايت کوي

هرات (پژواک ١٠ مرغومى ٩١): ((اوس خو پوډري شوى يم، اخر انسان خو يم، پوليس راځي او وهي مو اوبو ته مو اچوي!))

 دا د ٢١ کلن سيداحمد وينا ده، چې له پنځلسو نورو روږدو کسانو سره د هرات ښار په منارونو سيمه کې يې اور لګولى او په سړه هوا کې خپل ځان ګرموي.

هغه وايي، چې ١٥ کاله وړاندې په ايران کې پر هيروينو روږدى شوى او درې کاله وړاندې له ايران څخه را ايستل شوى، چې تر اوسه په هرات کې بې سرنوشته او بې سرپنا ژوند کوي.

 دغه معتاد ادعا وکړه، چې دوه لوڼې، يو زوى او ښځه يې په ايران کې دي او له دې امله، چې په نشه روږدى دى، له ده څخه يې مخ اړولى دى.

سيداحمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((خلک هم له موږ سره ښه چلند نه کوي، خو پوليس، چې موږ ورته د ټولنې خدمتګاران وايو، هم له موږ سره بد چلند کوي، په لغتو مو وهي، ښکنځل کوي او د منارونو ترڅنګ لښتيو ته مو اچوي.))

هغه زياته کړه، هره ورځ له ډيرانونو اضافي شيان او پلاسټيکونه را ټولوي او بيا يې خرڅوي او پر پيسو يې بيا نشه يې توکي پېري.

ياد روږدي کس په دې اړه، چې نشه يي توکي له چا اخلي څه ونه ويل، خو زياته يې کړه: ((څه وکړو اوس، خو پرې روږدي شوي يو او کومه بله چاره نه لرو.))

دا په داسې حال کې چې د هرات د عامې روغتيا رياست اټکل کړى، چې په ياد ولايت کې د روږدو کسانو شمېر شاوخوا ٧٠ زره کسانو ته رسېدلى دى.

يوازې سيداحمد نه، بلکې لسګونه نور معتادين هم د ګمرک په سيمه کې، د کندهار دروازې، شهزادګانو زيارت او د سړک پر غاړه د ګلانو چوک له منځه څخه د هرات ښار تر حوزوي روغتون پورې ليدل کېږي، چې په خپل منځ کې سره راټول شوي وي، ځيني يې د اور په بلولو سره ځانونه ګرموي او ځيني يې د نشه يي توکو پر استعمال بوخت وي.

د ګلانو چوک په څنګ کې ٢٥ کلن شکېب، چې له ډېرې سړې هوا لړزيده او خيرن کالي يې پر غاړه و او په يوه زړه کمپله کې يې ځان نغښتى و، هم ادعا وکړه، چې دوى له کوم علت پرته د پوليسو له خوا وهل کېږي او شړي يې.

هغه، چې د هيرويينو د کارولو له امله کمزورى او ډنګر شوى و، وويل، د کار کولو توان نه لري او ګدايي کوي، خو د دې پر ځاى، چې پوليس او خلک له موږ سره نيک چلن وکړي، بر عکس هغوى موږ ځوروي او ښکنځل راته کوي.

د هرات د بشري حقوقو کمېسيون مشر غلام قادر رحيمي وايي، له روږدو کسانو سره بايد د بشر حقوقو د نورمونو په شان چلند وشي.

هغه وويل، په هغو ورکشاپونو او غونډو کې، چې له پوليسو سره درلودل، هغوى ته سپارښتنه کړې، چې له روږدو سره د ناروغ په شان چلند وشي او ازار او ونه ځورول شي.

رحيمي زياته کړه، تر اوسه له معتادينو دوى ته کوم رسمي شکايت نه دى رسېدلى او که ورته ورسېده د بشر حقوقو پلاوى به سيمه ته ولېږدوي او اړوند ارګانونه به د روږدو شکايتونو ته لاسرسى وکړي.

خو د هرات امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالغفار سيد زاده د روږدو کسانو وهل او ټکول او اوبو ته اچول رد کړي او وايي، امکان لري کله چې کوم معتاد د تېښتې هڅه کړې وي پوليس ورته لاس اچولى وي.

هغه د پژواک اژانس ته وويل: ((موږ ډېر ځله پوليسو ته ويلي، چې له روږدو کسانو سره د ناروغانو په شان چلند وکړي او پوليس هم له هغوى سره نېک چلند کوي.))

سيد زاده وايي، د خلکو د شکايتونو له مخې، دوى د خلکو کورونو ته ورځي او غلاوې ترې کوي او دوکانونو قلفونه ماتوي، نو له دې امله پوليس مکلف دي، چې د دا ډول غيرقانوني کړنو مخه ونيسي.

معتادين وايي، د اوسېدو ځاى نه لري او تر اوسه کوم مرجع (سرچنيه) نه ده راغلې، چې دوى د درملنې لپاره کوم روغتون ته ولېږدوي.

خو د هرات د عامې روغتيا مشر، ډاکټر غلام سعيد راشد وايي، چې دوى د روږدو کسانو درملنې ته کافي امکانات نه لري.

هغه وويل، د هرات ښار په منارونو سيمه کې يو تازه ٣٠ بستريز روغتون جوړ شوى، چې د نارينه معتادينو درملنه کوي.

روږدي کسان په ياد روغتون کې د څلويښتو ورځو لپاره په وړيا توګه تر درملنې لاندې نيول کېږي.

د عامې روغتيا مشر زياته کړه، چې دوى به د امکان په صورت کې په راتلونکي کې دوه نور مرکزونه له ايران پولې سره نږدې په غوريان او ګذره ولسواليو کې ورغوي، تر څو د روږدو کسانو هلته درملنه وشي.

نوموړي وويل، لکه څرنګه چې د روږدو کسانو په اړه دقيقه سروې په لاس کې نه لري، خو د اټکل له مخې کېداى شي په هرات کې تر اويا زره پورې روږدي کسان موجود وي، چې ١٣ سلنه يې ښځې، اوه سلنه يې ماشومان او نور يې ځوانان او د لوړو عمرونو کسان دي.

ډاکټر راشد، په نشه د روږدي کېدو لامل ايران ته تلل او او نور مختلف لاملونه، چې فقر او بېکاري يې وبلل، زياته کړه، له دې وړاندې څلور نور کلينيکونه په هرات کې د دوى د درملنې لپاره فعاليت کوي، چې عمدتاً يې د ماشومانو او ښځو د درملنې په برخه کې د عامې روغتيا تر مشرۍ لاندې کار کاوه، خو هغه روغتون، چې اوس رغول شوى، د نارينه وو درملنې ته ځانګړى شوى دى.

د هرات د عامې روغتيا رييس څرګنده کړه، چې په دې وروستيو څو کلنو کې يې له پنځه زرو څخه زيات کسان په نادولتي روغتيايي کلينيکونو کې تر درملنې لاندې نيولي، خو د معلوماتو له مخې، ٢٥ سلنه يې بېرته په نشه روږدي شوي، چې يوازېنى علت يې د روغتيايې پاملرنې نه شتون دى، خو د روږدو کسانو درملنه بايد په دولتي روغتونونو کې ترسره شي، چې بيا پرې روږدي نه شي.  

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې يو ميليون کسان په نشه روږدي دي او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، چې دولت اوس د ٦ سلنې د درملنې توان لري، خو په راتلونکو څو کلونو کې به د روږدو کسانو درملنه تر څلويښت سلنه پورې لوړه شي.