Language

پر کونړ پاکستاني بريدونو څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

اسعداباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩١): د کونړ چارواکي وايي، چې پاکستاني پوځيانو يو ځل بيا پر دغه ولايت بريدونه پيل کړي او په تازه بريدونو کې يې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرولي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني پوځيانو پرون تر غرمې وروسته د سرحدي ولسوالۍ سرکاڼو د شونکړې درې پر شېخانو سيمې ١٢ توغندي توغولي دي.

هغه زياته کړه، يو توغندى پر يوه کور لګېدلى، چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې او درې نجونې ټپيانې دي.

نوموړى وايي، چې ټپيانې نجونې روغتون ته لېږدول شوې او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

شېرولي وويل، چې تر يوې مياشتې دمې وروسته يو ځل بيا پاکستاني پوځيانو دغه ډول بريدونه پيل کړي دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازى حاجي سخي مشواڼى د پاکستاني بريدونو د غندنې ترڅنګ وايي، چې دغه هېواد پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره مياشت پاکستان ته د ولسي جرګې د پلاوي د سفر پر مهال يې د دغه هېواد چارواکو ته د دغو بريدونو په اړه شکايت کړى و.

مشواڼي زياته کړه، چې پاکستاني چارواکو ورته د دغو بريدونو د نه کولو ژمنه ورکړې وه.

د نوموړي په وينا، که چېرې پاکستان کومه ستونزه لري، نو د بهرنيو چارو وزارت له لارې دې د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

د يادونې ده، د روان لمريز کال له پيله راهيسې پاکستان د کونړ پر سرحدي ولسواليو پرله پسې بريدونه کړي، چې له امله يې تر ٦٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

دغه ډول بريدونه له تېرې يوې مياشتې راهيسې درېدلي وو، خو اوس يو ځل بيا پيل شوي دي.