Language

ناروغان د ننګرهار د ملکي روغتون له نامناسبه خدمتونو سر ټکوي

جلال اباد (پژواک ١٣ مرغومى ٩١): د ننګرهار د ملکي روغتون ناروغان او د هغوى پايوازان شکايت کوي، چې د شپې له خوا ډاکتران ورسره سم چلند او درملنه نه کوي.

ناروغانو دغه شکايت هغه مهال وکړ، چې وړمه شپه د ننګرهار د ولايتي شورا درېيو غړو د پژواک له خبريال سره يو ځاى د شپې ناوخته له دغه روغتون څخه ليدنه کوله.

د ولايتي شورا ياد غړي ذبيح الله زمرى، زهرا صديقي او نيلوفر عزيزي وو.

د روغتون ساتونکو لومړى خبريالانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوله، خو کله يې چې د ولايتي شورا غړي وليدل، نو بيا يې ورته د ننوتو اجازه ورکړه.

د دغه روغتون د ماشومانو د څانګې مخې ته ٣٧ کلن صاحب ګل، نسخه په لاس کې پژوا خبري اژانس ته وويل: ((ته او خداى دا انصاف دى! دا مې څلورم ځل دى چې له بازاره درمل راوړم.))

د هغه پر نسخه، چې د ملکي روغتون او هېلت نېټ روغتيايي موسسې ټاپې لګېدلې وې، يواځې د لسو افغانيو په ارزښت يو پلستر ليکل شوى و.

د يادونې ده، چې د هېلت نېټ روغتيايي موسسه د ننګرهار له ملکي روغتون سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

د دغه روغتون د نسايي ولادي او ماشومانو څانګې مخې ته د ناروغانو ګڼ شمېر پايوازان را ټول شول او خپلې ستونزې يې بيانولې.

د امين الله په نوم يوه سپين ږيري وويل: ((دوا خو له سره نشته، پنځه ورځې کېږي چې راغلى يم، يوه ستنه هم دلته نشته، ټولې مې په پيسو له بازاره راوړې، راوړې پيسې مې خلاصې شوې.))

ځينو پايوازانو شکايت کاوه، چې د نسايي ولادي په څانګه کې له زېږون وروسته ورڅخه پيسې اخيستل کېږي.

د نصرت په نوم يوه تن چې څو شېبې يې مخکې يې زوى پيدا شوى و، پژواک ته وويل: ((زما له موره يې دوه زره روپۍ غوښتې وې، خو مور سره مې يو نيم زر وې هماغه يې ورکړې.))

د ولايتي شورا وکيلانو هڅه کوله، چې د ماشومانو څانګې ته ننوځي، خو د ډاکټرانو له خوا يې مخه ونيول شوه، خو بيا وروسته اجازه ورکړل شوه.

له دغه ځنډه په استفادې د څانګې مسوولينو پياده ګانو ته د بېړنۍ صفايۍ امر کړى و، چې د پلاوي په ننوتلو سره هم هغوى په دغه کار بوخت وو.

د ماشومانو په څانګه کې داسې هم وو، چې په يوه چپرکټ کې درې ناروغ ماشومان پراته وو، ډاکټرانو اجازه ورنه کړه چې د ناروغ ماشومانو له ميندو او يا هم پايوازانو څخه د روغتيايي خدمتونو په اړه پوښتنې وشي.

په دغه روغتون کې ګڼ شمېر پايوازانو دا شکايت هم درلود، چې د شپې د اوسېدو لپاره ځاى نه لري او په سختو سړو کې شپې سبا کوي.

د حضرت محمد په نوم يوه تن، چې له خوګياڼو څخه يې خپل ناروغ راوستى و، پژواک ته وويل: ((په دې ساړه کې د دغې څپرې لاندې شپه سبا کوو.))

د ولايتي ښځينه شورا وکيلانو نيلوفر عزيز او زهرا صديقي چې د ښځو څانګې ته ننوتلې وې، تر راوتلو وروسته پژواک اژانس ته وويل، چې په خونو کې بخارۍ نه وې او د سړو له امله ناروغانې له ستونزو سره مخ وې.

هغې زياته کړه: ((کله چې ناروغانو په دې اړه شکايت وکړ، نو مسوولينو ژر ژر بخارۍ راوړې او چالانې يې کړې.))

د نوموړې په وينا، چې نوي زېږېدلي ماشومان او ميندې يې په سړو خونو کې پر چپرکټونو پراته دي، د بخارۍ نه لګول لوى ظلم دى.

زهرا صديقي دا هم وويل، چې په نسايي ولادي څانګه کې د درملو ستونزه هم وه. هغې زياته کړه: ((ناروغانو ويل چې ټول درمل له بازاره اخلي.))

 صديقې د نسايي ولادي څانګې له نظافت څخه هم شکايت درلود او زياتويؤ چې په دې ډول سره ناروغي نوره هم زياتېږي.

د ننګرهار د دغه لوى ملکي روغتون د بېړنۍ څانګې مخې ته هم ګڼ شمېر کسان ولاړ وو او له ناسمو خدماتو يې شکايت درلود.

د عبيدالله په نوم يوه تن وويل: ((موږ ټپي راوړى چې په مرمۍ لګېدلى، خو ډاکټران وايي، چې دلته وسايل نه لري، موږ حيران يو، چېرته ولاړ شو.))

د بېړنۍ څانګې مخې ته له پايوازانو سره د خبرو پر مهال د ننګرهار د عامې روغتيا د رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد ټيلېفون راغى او په سخته لهجه يې پوښتنه کوله، چې د چا په اجازه د شپې له خوا روغتون ته ورغلي ياست؟

هغه وويل: ((ته څه کاره يې چې د شپې راځې او دلته له خلکو سره خبرې کوې؟))

د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله زمري چې په خپله يې له نږدې د دغه روغتون ټولې څانګې او ستونزې وليدلې، پژواک اژانس ته وويل، چې په روغتون کې ستونزې ډېرې دي او ډېرى کارکوونکي په روابطو پر دندو ګومارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د همدې ستونزو له امله د عامې روغتيا رياست او روغتون مسوولينو د ژورنالېستانو او وکيلانو له راتګ څخه خوابدي کېږي.))

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د يادو ستونزو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه او سپارښتنه يې وکړه، چې د روغتون له رييس څخه معلومات واخلئ.

د ياد روغتون رييس ډاکټر همايون که څه هم ځينې ستونزې ومنلې، ژمنه يې وکړه، چې دوى به يې د هوارولو هڅې وکړي.

نوموړى وايي، چې پر همدې ورځ د نسايي ولادي څانګې ته د درملو اکمالات شوي وو.

هغه زياته کړه: ((ما پلاوى ټاکلى و، هر څه يې وڅېړل، درمل شتون درلود، خو ډاکټرانو بې غوري کړې او ناروغانو ته يې نه دي ورکړي.))

ډاکټر همايون دا هم وويل، چې د روغتون مراجعين زيات دي، خو وسايل او درمل يې کم دي نو دوى اړ دي چې هر چا ته درمل ورنه کړي.

د هېلت نېټ موسسې له خوا د عامې روغتيا روغتون لپاره ټاکل شوى سلاکار اسرارالله مراد هم دا تاييدوي چې ځيني ډاکټران د شخصي اغراضو لپاره درمل نه ورکوي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ دوى ته وخت پر وخت درمل ورکوو او د ټاکلي قرارداد له مخې موږ په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه لرو.))

دى وايي، چې د هېلت نېټ موسسې د قرارداد له مخې دوى هر وخت درمل او نور امکانات ورکړي دي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون په ختيځ کې تر ټولو لوى روغتون دى چې د څلورو ختيځو ولايتونو ترڅنګ، د کابل د سروبي او د کاپيسا ولايتونو يو شمېر ناروغان هم دلته راوړل کېږي.

Related Topics