جلال اباد (پژواک ١٣ مرغومى ٩١): د ننګرهار د ترافيکو مدير وايي، چې له نيمايي زيات پرسونل د دې پر ځاى، چې ترافيکي چارې پرمخ بوځي په امنيتي چارو بوخت دي.
د ننګرهار د ترافيکو مدير غلام دستګير رحيمي وايي، چې په ښار کې د ترافيکي چارو د سمبالښت ترڅنګ د يو شمېر سياسي مرکزونو او ځينو نورو ادارو امنيتي چارې هم د ترافيکو پر غاړه دي.
هغه د مرغومي په ١٣مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ننګرهار د ترافيکو مديريت ټول ١٥٠ تنه پرسونل لري، چې يواځې پنځوس يې د ده په واک کې دي.
رحيمي وايي: ((پنځه دېرش تنه يواځې ترافيکي چارې سمبالوي او همدارنګه اوه تنه يې د ترافيکي موټرو چلوونکي دي او څو تنه نور يې په مديريت کې ماموريت کوي، خو پاتې نور يې امنيتي چارې سمبالوي.
د نوموړي په وينا، د جلال اباد ښار د نفوسو او د موټرو شمېر ډېره زيات شوى، د کونړ، لغمان او نورستان خلک په ښار او يا هم نږدې ولسواليو کې مېشت شوي دي.
د ترافيکو مدير وايي، چې هره ورځ په ښار کې ترافيکي ستونزې موجودې وي او يواځېنى لامل يې د ترافيکو د پرسونل کموالى دى.
ده زياته کړه: ((زما پرسونل د پاکستان، ايران او هند د قونسلګريانو، دارالمعلمين، د اداري فساد پر ضد ادارې، د رياست محکمه نظامي او د افغانستان بانک امنيت ساتي.))
نوموړى زياتوي، ٢٥ نور مامورين ،چې د ساتنمنۍ په بست کې يې کار کاوه د وزارت د حکم پر اساس له دندو ګوښه شوي او بديل يې هم نه دى ورکړل شوى.
هغه وايي: ((زه په ښه جرئت سره ويلى شم، که چېرې ما ته خپل پوره پرسونل په واک کې راکړل شي ، نو په ښار کې به هېڅ ډول ستونزه نه وي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم په ښار کې د ترافيکو د ګڼې ګوڼې له امله سر ټکوي او وايي، چې د ننګرهار ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ په دې برخه کې له قانون نه سرغړونه کوي.
دى وايي: ((دا په هېڅ ځاى کې نشته چې له ترافيکو دې د امنيت چارې واخيستل شي.))
زمري وويل، چې په ښار کې د ترافيکي ستونزو يواځېنى لامل د ترافيکي موظفينو کموالى دى.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزى وايي، چې دوى د پرسونل د کموالي له امله مجبور دي ، چې له ترافيکو د پوليسو په توګه ګټه واخلي.
هغه زياته کړه: ((د خداى لپاره ته راشه وګوره، چې زه څومره پرسونل لرم، زه مجبور يم چې له دوى هم ګټه واخلم.))
امنيه قوماندان وايي، چې له مرکزه ورته تشکيل کم ورکړل شوى او که چېرې يې تشکيل زيات لرلى، نو هېڅکله يې هم د ترافيکو له پوليسو ګټه نه اخيسته.
نوموړي پر وکيلانو هم نيوکه وکړه، چې هر وخت راځي او له ده څخه د خپل امنيت لپاره پوليس غواړي.
قوماندان وايي، چې يو شمېر وکيلان او يا نور هغه کسان چې د ساتونکو امرونه يې له وزارته اخيستي که چېرې دوى د ځان لپاره په قانوني ډول داسې ساتونکي ونيسي ، چې معاشونه يې دوى ورکوي، نو د پرسونل له کموالي سره به مخ نه شي.
د جلال اباد ښاريان هم له ترافيکي ستونزو سر ټکوي، د حميدالله په نوم د ښار يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې د سړکونو پر غاړه موټر، د لاسي کراچيو کسان ولاړ او لاره يې بنده کړې وي.
د هغه په وينا، د موټرو د زياتې ګڼې ګوڼې له امله ځينې څلور لارې او سړکونه د ساعتونو لپاره بند وي، خو ترافيک نه وي، چې دا ستونزه هواره کړي.
ياده دې وي ، چې هره ورځ د جلال اباد ښار يو شمېر واټونه په ساعتونو، ساعتونو د ډېرې ګڼې ګوڼې او د ترافيک پوليسو د کموالي له امله تړل شوي وي.