Language

د هلمند ځېنې قومي مشران د قانون ماتوونکي د دولت درې ګونې قوه بولي

لښکرګاه (پژواک ١٤ مرغومى ٩١): د هلمند اوسېدونکي او قومي مشران وايي، چې د هېواد د اساسي قانون ماتوونکي د دولت درې ګونې قوه ده.

په هلمندکې ګڼ شمېر قومي مشرانو د مرغومي په ١٤ مه د اساسي قانون د تصويب دنهمې کاليزې په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې قانون جوړ دى، خو په پلې کېدو کې يې دولت پاتې  راغلى دى.

د ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عتيق الله خان وويل، چې دولتي چارواکو له هغې ورځې، چې قانون جوړ شوى دى، په پلې کولو کې يې نه يواځې پاتې راغلى، بلکې په خپله يې هم په ماتولوکې لاس لري.

د هغه په وينا، تر دې دمه قانون يواځې په غريبو او بې وزله خلکو پلې شوى دى، چې له امله يې د هر ډول پرمختګ مخه نيول شوې او عامو خلکو له دولت سره فاصله پيداکړې ده.

نوموړي زياته کړه، که چېرې دولت  همداسې ناغېړۍ ته دوام  ورکړي او د قانون  په پلې کيدو کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، حالت په نور هم  خراب شي او د عام اولس او دولت  تر منځ به داسې ستونزې رامنځ ته شي، چې هوارى به يې بيا ناشونى وي.

د هلمند د ولايتي شورا غړي سيف الملوک نوري په غونډه کې وويل، چې د قانون په جوړښت کې نيمګړتياوې نشته، خو د قانون په ټينګښت او پلې کيدو کې يې ډېرې ستونزې دي.

د ده په خبره، که چېرې جوړ شوى قانون په ټولنه کې ٥٠ سلنه هم پلى شوى واى، په دومره لويه کچه به د پرمختګ مخه نه واى نيول شوې.

نوموړي وويل، چې دولتي چارواکو په خپله د ځمکو په غصب، پلټنو او عملياتو کې، د دوسيو په څېړلو کې او دې په ورته نورو برخه کې قانون مات کړى دى.

ديني عالم مولوي مهردل هم په جوړه شوې غونډه کې وويل، چې که څه هم اساسي قانون د اسلامي اصولو پر بنسټ جوړ دى، خو په ځينو برخو کې ستونزې لري، حد نه جاري کيږي او مجرم ته سزا نه ورکول کيږي.

نوموړي پر قضايي او عدلي ارګانونو هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه: ((د دولت مخالفين، چې بهرنيان هم په کې وي، په يوه دروازه زندان ته ننوځي او په بله ترې خوشې کيږي.))

د هلمند والي حاجي محمد نعيم  په غونډه کې وويل، چې د قانون له جوړېدو تر دې دمه حالت ښه شوى او تر يوې اندازې خلکو هم د قانون په پلې کولو کې هڅې کړې دي.

د هغه په وينا، تر روانې لسيزې وړاندې په هېواد کې چا د قانون نوم نه پېژانده، ملوک الطايفي، بربريت او وحشت روان و، چې له امله يې د هېواد اقتصادي، فرهنګي او امنيتي وضعيت خراب و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.