Language

رهين د بلخ د ځينو لرغونو ځايونو د رغونې ژمنه وکړه

مزارشريف (پژواک ١٣ مرغومى ٩١): د اطلاعات او فرهنګ وزير د بلخ ولايت يو شمېر تاريخي ځايونه زيانمن وبلل او د دغو ځايونو د بيارغولو ژمنه يې وكړه.

سيد مخدوم رهين د مرغومي په ۱۳مه بلخ ولايت ته د خپل سفر په اړه وويل، چې دغه ولايت ته د تاريخي ځايونو، له خلكو او دولتي چارواكو سره د ليدو په موخه راغلى دى.

نوموړي، په مزارشريف ښار كې د حضرت علي كرم الله وجهه له روضې څخه د ليدو په ترڅ كې له خبريالانو سره په لنډو خبرو كې وويل، چې د بلخ په تاريخي ځايونو كې روضه، او د روضې په انګړ كې د ځينو مشرانو مزارونه او په چمتال ولسوالۍ كې د امام بكري پول بيارغونې ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، د روضې په ګونبده كې يو څه درځ پيدا شوى، مخكې له دې چې نوره زيانمنه شي، بايد ورغول شي.

نوموړي همدا راز د روضې په انګړ كې د امير شېرعلي خان او وزير محمداكبر خان د مزارونو يادونه وكړه، چې بايد بيا ورغول شي.

همدارنګه يې په چمتال ولسوالۍ كې د امام بكري د پول يادونه وكړه، چې پنځه سوه كلن تاريخ لري او په دې وروستيو كې د ځينو طبيعو پېښو له امله يو څه زيانمن شوى دى.

رهين وويل، چې د امام بكري د پول د بيارغونې پلان بشپړ شوى او په نږدې موده كې به يې د بوديجې له ځانګړې كېدو سره سم د بيارغونې چارې پيل شي.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق د دغه ولايت تاريخي ځايونه د هېواد ستره معنوي پانګه وبلله او د ساتنې په برخه كې يې د لا جدي كړنو د ترسره كولو هيله وكړه.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې له دې مخكې هم د بلخ ولايت تاريخي ځايونه او اثار په بېلابېلو وختونو كې په تكراري ډول رغول شوي دي.

 

خليق په بلخ ولسوالۍ كې د خواجه نصر پارسا د جومات او د حج پياده يادونه وكړه، چې د تېرو څو كلونو په ترڅ كې بار بار رغول شوي دي.

 

بلخ چې په تاريخي لحاظ د نړۍ د دويم ښار نوم لري، زيات شمېر تاريخي ځايونه او اثار په كې دي، چې يو شمېر يې د وخت په تېرېدو د زيانمنېدو په حال كې دي.