Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز ( پژواک ۱۴ مرغومی ۹۱) : په کندوز کې يو شمېر لاريون کوونکو د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسلو په وېش او ناامنيو تورن او دلرې کېدو غوښتنه يې وکړه ، خو هغه  بيا پرې لګېدلي تورونه رد کړل .

 په سلګونو تنه نن د خان اباد ولسوالۍ په مرکزي چوک کې راغونډ شوي و او ديوه سوله ييز  لاريون په ترڅ کې يې ددغې ولسوالۍ دامنيه قوماندان صوفي حبيب  بې کفايته شخص وباله او دغه دلرې کولو غوښتنه يې وکړه .

يوه لاريون کوونکي اسدالله دهقان  پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې صوفي حبيب ځينو کسانو ته وسلې وېشلي او خلک جنګ او بې اتفاقۍ ته هڅوي .

 دهقان ګواښ وکړ ،چې که  دغه قوماندان لرې نه شي ، نو دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

د منصور په نوم يوه بل لاريون کوونکي وويل ،چې صوفي حبيب  د علي احمد معروف “چوب کله” په ګډون د ځينو پخوانيو قوماندانانو  په وژنه کې لاس لري او نه غواړي ، چې ولسوالي په ارام وي .

خو سمونوال حبيب وايي ،چې  سيمه  ييز پخوانی قوماندان  علي احمد چوب کله شپږ مياشتې وړاندې دنا پېژاندو کسانو لخوا ووژل شو او قضيه يې امنيتي ځواکونو تر څېړنې لاندې ده .

 هغه پژواک ته وويل : ” ځينې خلک غواړي ،چې د لاريونونو په کولو سره هغه خلک بدنام کړي ،چې خلکو ته خدمت کوي، دوی غواړي چې خپل د خوښې تن د امنيه قوماندان په توګه     وټاکي  . “

نوموړي زياته کړه ، چې دی يوه مياشت وړاندې د بغلان ولايت د دوشنبه تپه په سيمه کې د ماين چاودنې له امله ټپي شوی و او له درملنې وروسته يو ځل بيا خپلې دندې ته راستون شوی .

 سمونوال حبيب پخوانی جهادي قوماندان دی ، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې دخان اباد دامنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی او په تېره يوه مياشت کې ، چې نوموړی په روغتون کې تر درملنه لاندې و،دکندوز ښار د څلورمې حوزې پخواني امر سمونوال ګل محمد جرګذر ددغې ولسوالۍ دسرپرست په توګه دنده اجرا کوله .

 اعتراض کوونکو ټينګار کاوه ،چې دوی د صوفي حبيب دلرې کېدو او جرګذر دپاتې کېدو غوښتونکي دي .

خو د کندوز ولايت دامنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سيد سرور حسيني وايي ، چې  صوفي حبيب دکورنيو چارو وزارت دحکم پر اساس خپلې دندې ته ستون شوی دی .

 هغه سوله ييز لاريون د خلکو حق وباله او زياته يې کړه ، که چېرته دغه امنيه قوماندان کاري وړتيا ونه لري او کومه تېروتنه وکړي ؛ نو امنيتي چارواکي به يې په اړه تصميم ونيسي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.