Language

له بګرام زندان څخه د ختيځو ولايتونو ٢٠ بنديان خوشې شول

جلال اباد ، کابل ( پژواک ١٤ مرغومى ٩١ ) : له بګرام زندان څخه د ختيځو ولايتونو او پکتيکا ولايت ٣١ تنه بنديان خوشې او د مرغومي په ١٤مه، خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

 

په ننګرهار کې د سولې شورا مشر حاجي ملک نظير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شل تنه خوشې شوي بنديان له دوى سره ثبت او راجستر شول او بيا به مخالفت نه کوى.

 

هغه زياته کړه ، چې په خوشې شوو بنديانو کې شپاړس تنه د ننګرهار، دوه تنه د کونړ او يو تن د لغمان او نورستان ولايتونو بنديان شامل دي.

 

 له ياد زندان څخه خوشې شوي يوتن بندي حاجي خيرالرحمن، چې د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ اوسيدونکى دى، وويل، چې درې کاله وړاندې يې پر کور امريکايي ځواکونو عمليات کړي وو او دى يې ونيوه.

 

ده زياته کړه، درې کاله يې له کومو شواهدو پرته په بګرام زندان کې د بندې شپې سبا کړلې.

 

خيرالرحمن په دغه زندان کې د افغان ځواکونو د ښه چلند ستاينه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې له دغه زندان څخه څو ورځې وړاندې هم د خوست ، غزني کندهار او هلمند ولايتونو   يو شمېر بنديان خوشې شوي وو.

د پکتيکا ولايت مقام لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نن ددې ولايت ١١ تنه بګرام هم له بګرام څخه خوشې او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.