Language

پر يوې نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى شوى

غزني ښار ( پژواک ١٤ مرغومى ٩١ ) : د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې پر يوې نجلۍ ډله ييز جنسي تېرى شوى دى.

د غزني په ولايتي شورا کې د مقر ولسوالۍ د خلکو استازې حميدې سلطاني د مرغومي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه دوه ورځې مخکې رامنځته شوې ده.

هغې زياته کړه ، چې ددې ولسوالۍ څلورو کسانو پر يوې نجلۍ جنسي تېرى کړى او دغه نجلۍ په ټپي حالت کې کابل ته لېږدول شوې او اوس تر درملنې لاندې ده.

د سلطاني په وينا، په دې اړه يې د غزني امنيه قوماندانۍ او د مقر ولسوالۍ مسوولينو ته خبر ورکړى دى.

نوموړې وايى، چې د مقر ولسوالۍ مسوولينو په دې تور يوتن نيولى او نور يې په تېښته بريالي شوي دي.

خو د غزني امنيه قوماندانۍ له دې پېښې بې خبري وښوده.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې پر نجونو د جنسي تېرو او د ښځو د وژلو پېښې زياتې شوې دي.

Related Topics