Language

په پروان کې لسګونه قابلې فارغه شوې

چاريکار(پژواک ١٤مرغومى): په پروان کې ٥٨ قابلې له دوو کلنو زده کړو فارغې او د اړوندو ولايتونو په لرې پرتو سيمو کې به پر دندو وګومارل شي.

د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل نن د پروان د مرکز چاريکارو په “سبز پروان ” هوټل کې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل ، چې يادو ٥٨ ښځينه وو په پروان کې  د نرس قابلګۍ  زده کړې کړې دي .

د هغې د معلوماتو له مخې، له دې قابلو څخه ٢٤ تنه د پروان، ١٨ تنه د کاپيسا ، ١٤ تنه د پنجشېر او دوه تنه د بدخشان اوسېدونکې دي .

دې وويل، چې دغه فارغانې به د اړوندو ولايتونو د لرې پرتو سيمو په روغتيايي کلينيکونو کې پر دندو وګومارل شي.

دليل د ميندو د مړينې د شمېر په کموالي کې د نرس قابلو ونډه د پام وړ وبلله او زياته يې کړه ، چې د پروان د نرس قابلګۍ  د زده کړو له ياد شوي پروګرام  څخه په تېرو څلورو دورو کې ٢٥٠ نرس قابلې فارغې شوې دي .

ددې په وينا، شاوخوا لس کاله مخکې د هېواد په کچه  په هرو ٢٧ دقيقو کې يوې ښځې  د ولادت پر مهال ژوند له لاسه ورکاوه ، خو اوس د مړينې دغه شمېره کمه شوې او په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور د ولادت پر مهال مري .

د عامې روغتيا د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ٣٠٠٠ قابلې پر دندو بوخت دي، خو شاوخوا ٦٠٠٠ نورو ته هم اړتيا شته .

د پروان د مرکز اوسېدونکې ١٨ کلنې نظيفې،چې د يادو ٥٨ قابلو له ډلې ده، پژواک خبري اژانس ته وويل:”ډېره خوښه يم چې د فراغت سند تر لاسه کوم. “

ددې په وينا، د نرس قابلګۍ په برخه کې يې مسلکي زده کړې کړي او چمتو ده ، چې د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره په لرې پرتو سيمو کې دنده تر سره کړي .

Related Topics