Language

د ملي امنيت پلاوي له پاکستاني چارواکو سره کتلي

کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): د افغانستان د ملي امنيت د مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت يوې سرچينې د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د ملي امنيت د پلاوي د ورتګ پخلى وکړ، خو په اړه يې نور معلومات ور نه کړل.

بلخوا پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى، چې افغاني پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې او نورو موضوعاتو باندې پر خبرو اترو بوخت دي.

سرچينې زياته کړې، چې د پنځه کسيز افغان پلاوي مشري د ملي امنيت مرستيال جنرال حسام الدين کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو پرون په اسلام اباد کې د استخباراتي معلوماتو په شريکولو، د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې او د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

يوې پاکستانۍ سرچينې، چې د نوم له ښودو يې ډډه کړې، ايکسپرېس ټريبون رسنۍ ته ويلي، چې په پرونيو خبرو کې د افغانستان د ملي امنيت پر رييس اسدالله خالد د شوي ځانمرګي بريد په اړه او په دې برخه کې د پاکستان په همکارۍ هم خبرې وشوې.

اسدالله خالد تېره مياشت په يوه ځانمرګي بريد کې سخت ټپي شو او اوس مهال په امريکا کې تر درملنې لاندې دى.

د ملي امنيت پلاوى په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کړى، چې تر دې وړاندې د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني په مشرۍ يوه پلاوي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول هم تېره مياشت اسلام اباد ته سفرونه کړي دي.

 

د دغو سفرونو او خبرو اترو په پايله کې د افغان حکومت په غوښتنه پاکستان د سولې د پروسې د پرمختګ په موخه تر اوسه ٢٦ طالب بنديان خوشې کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.