ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نجراب کې د شخصي دښمنۍ له امله څلور تنه ووژل شول

نجراب کې د شخصي دښمنۍ له امله څلور تنه ووژل شول

author avatar
4 Jan 2013 - 15:40
نجراب کې د شخصي دښمنۍ له امله څلور تنه ووژل شول
author avatar
4 Jan 2013 - 15:40

چاريکار (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د دښمنۍ له امله په بريد کې څلور تنه وژل شوي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند اسدالله حميدي د مرغومي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د نجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه بريد د شخصي دښمنۍ له امله ترسره شوى، چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي او يو ټپي دى.

د نجراب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال رحمت الله اکبري پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه د صابر او سپين ګل د کورنيو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، د يادو دواړو کورنيو ترمنځ له تېرو څلورو کلونو راهيسې بدي روانه وه او نن سهار صابر د سپين ګل کور ته له وسلوالو سره ورغلى او ډزې يې کړې دي.

اکبري وايي، چې په دغه بريد کې سپين ګل، د هغه دوه ورېرونه او د خور زوى يې وژل شوي او يو مېلمه يې ټپي شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي او د پوليس له خوا پلټنې روانې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.