Language

په سوېلي سالنګ کې ۲۰ بستریز روغتون پرانيستل شو

چاريکار (پژواک ١٥ مرغومى ٩١): د عامې روغتیا وزیرې ډاکټرې ثریا دلیل پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې په سوېلي سالنګ کې شل بستریزه روغتون پرانيست.

د یاد روغتون د پرانیستلو پر مهال د پروان والي ډګر جنرال عبدالبصیر سالنګي، په ملي او ولایتی شوراګانو کې د یاد ولایت یو شمېر استازو هم ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزیرې د یاد روغتون د پرانیستلو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې په دغه روغتون کې، د داخلې، جراحۍ، نسايي ولادي او د ماشوانو څانګې فعالې شوې دي.

هغې زياته کړه، چې دغه روغتون به د سالنګ د ولسوالۍ اوسېدونکو او په دې سیمه کې د شمال او سوېل د غځېدلې لويې لارې مسافرینو ته لازم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د پروان والي جنرال عبدالبصیر سالنګي د عامې روغتیا وزارت له دغه اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې په دې سیمه دغه ډول يوه روغتون ته ډره اړتيا ليدل کېده.

د هغه په وينا، په ياده سیمه کې د لويې لارې د ترافیکي او همداراز د ژمي په موسم کې د سړې هوا او طبیعي پېښو د زیات شمېر ټپیانو او ناروغانو د بېړنۍ درملنې لپاره يوه روغتيايي مرکز ته اړتيا وه.

د پروان والي زیاته کړه، هغه اړتیا او روغتیايي ستونزه چې پخوا په دې سیمه کې محسوسېده، دا مهال د دغه روغتون په پرانیستلو سره به تر ډېره بریده لرې شي.

د عامې روغتيا وزارت له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه روغتون ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه، په ياد ولایت کي د سوېلی کوریا د ولایتي بیارغونې ټیم (پي ار ټي) په پنځه سوه زره امريکايي ډالرو لګښت جوړ شوی دی.

سرچينې زياته کړې، یاد روغتون پر د ټولو هغو لازمو تجهیزاتو سمبال دی چې د یوه روغتون لپاره یې اړتیا لیدل کېږي او په کې د ډاکټرانو، نرسانو او قابلو په ګډون، روغتیايي پرسونل د عامې ورغتیا وزارت له خوا د څلورویشت ساعته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر ګومارل شوي دي.