Language

د تګاب سلګونو خلکو د طالبان پر ضد پاڅون کړى

محمودراقي (پژواک ١٦مرغومى ٩١): ځايي چارواکي وايي، د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې سلګونو ولسي خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون کړى، خو د سيمې خلک په دې اړه بېلابېلې څرګندونې کوي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تګاب امنيه قوماندان سمونوال عبدالرقيب کوهستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته د دې ولسوالۍ د غني خېلو، قورغل، کريم خېلو، بروتيانو او بوميانو د کليو تر ٣٠٠ زياتو اوسېدونکو له غونډې وروسته د وسلوالو طالبانو پر ضد د پاڅون پرېکړه وکړه.

دى وايي، چې دغه کسان چره يي ښکاري ټوپک او کلاشينکوفونه له ځان سره لري او پرېکړه يې کړې چې نور طالبان نه غواړي.

د کاپيسا د ولايتي شورا مشر حسين خان هم دغه پاڅون تاييدوي او وايي، چې په ياده سيمه کې د ابوذر تر مشرۍ لاندې شاوخوا ٣٠ طالبانو فعاليت درلود، خو اوس له دغو کليو وتلي دي.

د ده په وينا، خلکو ځکه پاڅون وکړ، چې له طالبانو په تنګ شوي وو.

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، له يادو کليو څخه د تګاب ولسوالۍ پر مرکز راکټي بريدونه کېدل چې له امله به يې نښتې رامنځته کېدې او په ترڅ کې به يې ملکي خلک وژل کېدل.

د غني خېلو د کلي يو اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، هم ياد شوى پاڅون تاييد کړ.

ده وويل: “له طالبانو نور تر پزې رسېدلي وو، نور يې په خپله سيمه کې نه غواړو، د هغوى له لاسه زموږ خلک وژل کېږي او هغوى له ځان سره چيچينيان او پاکستانيان زموږ سيمې ته راوستي وو.”

د هغه په وينا، په يادو کليو کې شاوخوا دېرشو وسلوالو طالبانو فعاليت درلود، خو کله چې د خلکو له پاڅون څخه خبر شول، سيمه يې پرېښوده.

د تګاب د جالوخېلو د کلي اوسېدونکي رياجان وويل، چې د جمعې په ورځ د غني خېلو په جومات کې خلکو پرېکړه وکړه، چې نور به طالبان په خپلو سيمو کې نه پرېږدي.

خو د تګاب د تعمير سيمې اوسېدونکي رزاق ساپي وويل، چې د جمعې په ورځ په ياد جومات کې هغو کسانو ته دعا وشوه چې په تګاب کې د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

دى وايي، خلکو وپتېيله چې  له وسلوالو طالبانو سره به خبرې کوي او ورته وايي به چې د سيمې د خلکو ستونزې په پام کې ونيسي، ځکه چې په دې سيمه کې ډېر عام وګړي په نښتو کې وژل شوي دي.

Related Topics