کابل (پژواک، ١٦ مرغومى ٩١): وسله والو طالبانو د امريکا او افغانستان ترمنځ د لاسليک کېدونکي امنيتي تړون په وړاندې غبرګون ښودلى او په هېواد کې د يو شمېر امريکايي سرتېرو پاتې کېدل يې د جګړې دوام بللى دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته يې يوه کاپي رالېږلې، ويلي، امريکا هرڅه ژر بايد خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي او نور دغې بې مفهومې جګړې ته عملا د پای ټکی کېږدي .
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په هېواد کې د امريکايي سرتېرو پاتې کېدل د جګړې د غځېدو معنا لري.
سرچينې د امريکا له ولس او بانفوذو جهتونو غوښتي، چې امريکا دې نور د دې جګړې له اوږدولو راوګرځوي او دا بې ګټه جګړه دې پاى ته رسوي.
وسله والو طالبانو د امريکا او افغانستان حکومتونو ترمنځ په هېواد کې د پاتې کېدونکو امريکايي عسکرو د شتون تړون لاسليکول، د امريکا او د کرزي ترمنځ شخصي معامله بللې او ويلي، چې دا ډول تړون هېڅ ډول شرعي، قانوني او حقوقي اعتبار نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزى به په نږدې راتلونکو ورځو کې امريکا ته سفر وکړي او هلته به د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي تړون پر سر خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې د سيمې له هېوادونو هم غوښتل شوي، چې د امريکا د شتون د اوږدېدو په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.
په هغه پلان کې، چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو اوسني قوماندان جنرال جان الن له لوري، د امريکا دفاع وزارت ته تسليم شوى، راغلي چې د امريکا متحده ايالتونو دې له ٢٠١٤زېږديز کال وروسته په افغانستان کې له ٦زرو تر ١٥زرو پورې سرتېري پرېږدي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP