Language

مزارشريف (پژواک ١٦ مرغومى ٩١): د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د سمنګان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل مصدق الله مظفري د مرغومي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د درۀ صوف ولسوالۍ په فولاد کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د ده په خبره، چې په وژل شوو کې يو سړى، د هغه مېرمن او دوه يې اولادونه شامل دي.

د هغه په وينا، دوى له يادې پېښې نن سهار خبر شوي او د پلټنې په موخه يې پوليس سيمې ته لېږلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر ناپېژانده کسان تېره شپه ياد کور ته ور اوښتي او په بخارۍ کې يې د زهرجنو موادو په اچولو سره د ياد کور غړي مسموم کړي او وژلي دي.

د دره صوف ولسوال فخرالدين مبارز پژواک اژانس ته وويل، چې دې کورنۍ له چاسره شخصي دښمني نه درلوده او دوى يې هم تر اوسه په لامل نه پوهېږي.

د هغه په وينا، مړي يې د عدلي طبي څېړنې په موخه د سمنګانو روغتون ته لېږدولي او د پېښې په تړاو يې څلور تنه نيولي دي.

Related Topics