ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايرانى چارواکى پر امنيتي تړون د اندېښنو شريکولو په موخه راغلى

ايرانى چارواکى پر امنيتي تړون د اندېښنو شريکولو په موخه راغلى

author avatar
6 Jan 2013 - 15:24
ايرانى چارواکى پر امنيتي تړون د اندېښنو شريکولو په موخه راغلى
author avatar
6 Jan 2013 - 15:24

کابل ښار (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې واشنګټن ته د ولسمشر کرزي تر سفر وړاندې ايران د امريکا د شتون او امنيتي تړون په اړه د خپلو اندېښنو شريکولو په موخه خپل د امنيت شورا رييس کابل ته راولېږه.

تېره ورځ د ايران د امنيت شورا رييس ډاکټر سعيد جليلي له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې ليدنه او د افغانستان، ايران او هندوستان ترمنځ يې د درې اړخيزو ناستو پر پيل موافقه وکړه.

نوموړي کابل ته دغه سفر په داسې حال کې کړى، چې ټاکل شوې ولسمشر کرزى سبا له يوه لوړپوړي پلاوي سره د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په رسمي بلنه واشنګټن ته سفر وکړي.

شنونکي په دې اند دي، چې ايران غواړي تر دغه سفر مخکې تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکا د شتون او د افغانستان او امريکا ترمنځ د کېدونکي امنيتي تړون په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ايرن له همدې امله په داسې حساس وخت کې، چې له يوې خوا ولسمشر کرزى د اوباما په رسمي بلنه واشنګټن ته ځي، خپل د ملي امنيت رييس راولېږه، څو خپلې اندېښې ورسره شريکې کړي.

د هغه په وينا، ډېر ګومان کېږي چې د دغه سفر پر مهال پر امنيتي تړون هم لاسليک وشي؛ ځکه نو ايران له ولسمشر کرزي سره په دې اړه خپلې اندېښنې په رسمي توګه شريکې کړې.

خو ځلاند دا هم وايي: ((امريکا هم اړه ده، چې له ايران سره د افغانستان پر سر جوړجاړى وکړي، په دې برخه کې څو ځلې د دواړو هېوادونو مشرانو ناستې هم کړې دي.))

هغه زياتوي، چې ايران دغه راز په افغانستان کې د پاکستان له ډېر نفوذ څخه اندېښمن دى او دغه هېواد هېڅکله په افغانستان کې د پاکستان او سُني سخت دريځو نفوذ او واکمني نه شي زغملاى.

د ډاکټر ځلاند په وينا، دغه راز هندوستان هم په افغانستان کې د پاکستان له نفوذ څخه وېره لري او له ايران سره ګډ غواړي، خپلې اندېښنې له افغان دولت سره شريکې کړي او ګډ تفاهم ته سره ورسېږي.

د سياسي چارو شنونکې ملالۍ شينوارې پژواک اژانس ته وويل، چې ګاونډي هېوادونه هر وخت په افغانستان کې له سولې وېره لري، خو د هغوى اندېښې تل بې ځايه دي.

د هغې په وينا، امريکا ته د ولسمشر کرزي تګ هم د سولې پر پروسه نېغه اغېزه لري، چې له امنيتي تړون وروسته دواړه ولسمشران په سوله غږيږي، نو له همدې امله ايران خپل د ملي امنيت شورا رييس راولېږه.

نوموړي زياته کړه، چې افغانستان هېڅکله د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، خو نور هېوادونو تل د هېواد په چارو کې لاسوهنه کوي او د افغانستان له پرمختګ څخه ډاريږي.

د سياسي چارو کارپوه امين الله شارق وايي، چې ايران غواړي په افغانستان کې د امريکا لپاره سرخوږى جوړ کړي او په هر ډول چې کيږي د امنيتي تړون د لاسليک پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د هغه په وينا، ايران په افغان حکومت کې خپله ډله لري او پر هغې يې پانګونه کړې ده، چې اوس غواړي له هماغې لارې خپل حرکت پيل کړي.

نوموړي زياته کړه، چې ايران په همدې ډول د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون پر مهال هم خپلې هڅې ګړندۍ کړې وې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.