جلال اباد (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): پاکستاني سرحدي ځواکونو د تورخم دروازه د ټولو مسافرو پر مخ پرانيسته.
په تورخم کې د لومړي زون سرحدي ځواکونو د کميسار مرستيال سمونيار نثاراحمد د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو سر له پرون څخه پر دغه اقدام لاس پورې کړى دى.
هغه زياته کړه، اوس که هر څوک د سفر قانوني اسناد ولري او يا يې ونه لري، کولى شي پر دې پولې تګ راتګ وکړي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ (د مرغومې ١٣مه) پاکستاني ځواکونو د هغو افغانانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله، چې قانوني اسناد يې نه درلودل.
د پاکستان له دې پرېکړې سره هغه افغانان چې نيم کورونه يې دېخوا او نيم يې ها خوا دي او هغه کسان چې خپل ناروغان پېښور ته وړي، له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.
بايد وويل شي، چې هره ورځ د تورخم پر پوله شاوخوا٣٠ زره افغانان تګ راتګ کوي.
د سالم جان په نوم په تورخم کې يوه افغان دوکاندار هم پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې ټولو افغانانو ته پر دې پولې د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.
د يادونې ده، چې دوه اونۍ مخکې پاکستاني ځواکونو دوه ځلې د تورخم دروازه له دې امله وتړله چې افغان پوليسو يو شمېر پاکستاني مزدوران وهلي او د هغوى پاسپورټونه يې شلولي دي.
د تورخم بندر د بندېدو له امله په دواړو غاړو کې د يو شمېر ماشومانو په ګډون ١٣ کسان د سختې يخنۍ او ناروغۍ له امله امله مړه شوي دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په دې اړه يې له پاکستان سره خبرې کړې او دا ستونزه به د خبرو اترو له لارې هواره کړي.