جلال اباد (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): د لغمان د مرکز اړوند د يوې سيمې اوسېدونکي وايي، چې د ملي اردو سرتېرو او سيمه ييزو پوليسو له شلو زيات عام وګړي په دې تور وهلي ډبلوي ، چې ملي بيرغ يې شلولى دى.
دغه پېښه پرون د مهترلام ښار اړوند د ابوزيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت د پرمختيايي شورا غړي ملک نقيب جليلي، چې مات شوى لاس يې په غاړه کې پروت و، د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ابوزيو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د پوستې ملي بيرغ چا څيرلى و.
هغه زياته کړه: ((پرون د ملي اردو سرتېري هم راغلي وو او له سيمه ييزو پوليسو سره يو ځاى يې د سيمې د اوسېدونکو پر وهلو ډبلو پيل وکړ.))
د ملک نقيب په وينا، د ده په ګډون ګڼ شمېر کسان يې ووهل او د ده لاس يې هم مات کړى دى.
د دوی په خبره، دغه کسان ټول عام خلک دي او نن سهار د لغمان جامع جومات ته د اعتراض په ډول راغونډ شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سميع الله هم ورته خبره کوي او وايي، چې دوی د ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو له خوا وهل شوي دي.
هغه زياته کړه: (( زما په ورور يې هم سر مات کړی او دارنګه نور خلک يې هم وډوبول.))
خو د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د خلکو دغه ادعاوې، چې ګواکې دوی د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو سرتېرو له خوا وهل شوي، په کلکه ردوي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((ځينو کسانو په سيمه کې له پوستې بيرغ پټ کړى و، چې له همدې امله د ملي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه.))
د ځواک په وينا، که چېرې د ملي ځواکونو له خوا خلک وهل شوي واى، نو هغوى بايد ولايت ته شکايت کړى واى.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګروال محمدنعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې د ملي اردو هېڅ فعاليت نشته او د دې پېښې په اړه تر اوسه دوی ته هېڅ هم نه دي ويل شوي.
خو د لغمان د ولايتي شورا رييس ميرحاتم تره خېل بيا د ابوزيو پېښه تاييدوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې اوسېدونکو ورته شکايت کړى او ښايي نن دغه خلک لاريون هم وکړي.