جلال اباد (مرغومى ١٧ مرغومى ٩١): په ننګرهار ولايت کې د وسلوالو مخالفينو يوه پنځه کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.
د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نذير بابا د مرغومي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغې پنځه کسيزې ډلې په اچين ولسوالۍ کې فعاليت کاوه.
هغه زياته کړه، د يادې ډلې په يوځاى کېدو کې له ملي امنيت سربېره د سولې له کمېټې سره يوځاى شوي پخواني وسلوال عبدالمنان او ملاجان شينواري هلې ځلې کړې دي.
د نوموړي په وينا، راغلو مخالفينو له ځان سره پنځه ميله وسله هم راوړې ده.
د يادې ډلې قوماندان حيات الله پژواک اژانس ته وويل، وروسته له دې به د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو څخه لاس اخلي.
هغه زياته کړه: ((تراوسه نه پوهېدو، له دې وروسته به د خپل ولس په ګټه کار کوو.))
نوموړى په خپله اعتراف وکړ، چې مخکې غولېدلى، خو وروسته له دې به په سيمه کې د ورانکارو کړنو مخه نيسي.
د سولې له بهير سره يوځاى شوي شمس الرحمن پژواک ته وويل، دوى ته د پاکستان د اى ايس اى له خوا پيسې ورکول کېدې چې په افغانستان کې ورانکاره فعاليتونه وکړي.
هغه زياته کړه: ((د مياشتې به يې لس زره کلدارې راکولې.))
ده په نورو وسلوالو غږ وکړ، چې د خپل هېواد له ورانۍ دې لاس واخلي او د هېواد په ابادۍ کې دې رغنده رول ولوبوي.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يو ځانمرګى بريدکوونکى له دوو ځانوژونکو واسکټونو او يوې بوجۍ چاودېدونکو توکو سره يوځاى نيول شوى دى.
د چپرهار ولسوال پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې يې ياد تن د چپرهار ولسوالۍ په اخوند کلي کې نيولى دى.
نوموړى زياتوي، نيول شوى تن چې په مولانا مشهور دى، په داسې حال کې نيول شوى چې جلال اباد ښار ته په لاره و.
هغه زياته کړه: ((له دې سره يو تن موټرچلوونکى او يو کلينر هم نيول شوى، چې د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.))
دى وايي چې له موټر چلوونکي او کلينر څخه پلټنې دوام لري او زياتوي، بريدګر غوښتل چې د جلال اباد ښار سوېل خواته نورو ملګرو ته ځان ورسوي، چې د دوى د پوليسو له لوري نيول شوى دى.