اسعد اباد ( پژواک ۱۷ مرغومی ۹۱ ) : راتلونکې میاشت د کونړ د پیچ درې پر سیند د مناګي په سیمه کې د بریښنا بند جوړولو کار پیلیږي.
د کونړ د بریښنا رییس انجنیر عبدالله د مرغومي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په کابل کې د بریښنا وزارت د امین کاپیسا په نامه یوه افغان شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
هغه زیاته کړه چې دا بند د پیچ درې پر سند د وټه پور ولسوالۍ په مناګي سیمه کې جوړیږي، چې دوه اعشاریه یو میګاواټ بریښنا به تولیدوي.
نوموړی وایي چې پر دې بند نهه میلیونه ۸۵۲ زره امریکایي ډالر لګښت راځي ، چې ددولت له بودیجې څخه ورکول کیږي او د جوړولو چارې به یې په څلورو کلونو کې بشپړې شي.
انجنیر عبدالله وویل چې له دې بریښنا څخه به دسیمې څلور زره کورنۍ ګټه پورته کوي، سلګونه جریبه ځمکه به خړوبه شي او د جوړولو پر مهال به یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د وټه پور ولسوالۍ د پرمختیایي شورا رییس شاه ولي ددې په جوړولو خوښي څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د سیمې اوسیدونکي او قومونه به یې دامنیت ساتلو برخه کې هر ډول همکاري کوي.