Language

 جلال اباد (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): په جلال اباد کې د لوى ننګرهار د تاريخ په اوږدو کې تر سرليک لاندې دوه ورځنى علمي-څېړنيز سيمينار ترسره شو.

 ياد سيمينار نن (د مرغومي ١٧مه) د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې جوړ شو، چې د هېواد له ډېرى ولايتونو څخه ورته لسګونه ليکوالان، فرهنګيان او نور دولتي چارواکي هم راغلي وو، يو شمېر پوهانو او ليکوالانو په کې مقالې واورولې.

 د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رييس اورنګ صميم وويل، چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا ياد سيمينار په دې موخه جوړ شو، چې دغه ولايت يو ستراتيژيک موقعيت لري، همداراز دا ولايت تاريخي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي ارزښتونه لري.

 نوموړي زياته کړه: ((د دې لپاره چې د دې ولايت فرهنګي، جغرافيوي، علمي او ادبي حيثيت د علمي مقالو له لوري واضح شي، نو موږ دغه سيمينار جوړ کړ.))

 د هغه په وينا، د ياد سيمينار له مقالو څخه به يوه ټولګه د کتاب په ډول هم چاپېږي، چې د هغو محصلينو لپاره به ښه ماخذ وي، کوم چې د ننګرهار په اقتصادي، فرهنګي، سياسي او نورو خواوو مونوګرافونه ليکي.

 د اطلاعاتو او کولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي پژواک اژانس ته وويل، چې دا ډول سيمينارونه په علمي او فرهنګي ډګر کې له ډېرو نورو غونډو او سيمينارونو ارزښتمن دي.

 نوموړي زياته کړه: ((دا سيمينار د لوى ننګرهار افتخار دى، چې نن به پرې لسګونه علمي شخصيتونه خپلې علمي او څېړنيزې مقالې وړاندې کړي. ))

 د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمو، دغه سيمينار ارزښتناک وباله او زياته يې کړه، چې د سيمينار د مقالو د ټولګې په چاپېدو سره به، هغه ارزښتونه چې ننګرهار يې لري، د کتاب په بڼه خلکو ته وړاندې شي.

 نوموړي زياته کړه: ((تر مېلاد ۱۵۰۰ كاله د مخه پښتنو د يو اريايي ستر توكم په توګه په ننګرهار كې د كرنې او مالدارۍ پر بنسټ استوګنه درلوده.))

 د هغه په وينا، ننګرهار د لرغونې ګندهارا يوه مهمه او تاريخي سيمه ده، چې د اريايانو د دويم لېږد پر مهال پښتانه د يو ستر اريايي توكم په توګه د هندوكش غره له هسكو لړيو راتېر او د كابل له لارې د دغې لړۍ په سوېلي برخه د ګندهارا په ننګرهار كې مېشت شول.

 د يادونې ده چې تر مېلاد ۵۵۰ كاله دمخه، پر ګندهارا د ايلام هخامنشي كورنۍ پاچاهي درلوده، چې په ۳۳۰ ق م كې يوناني سكندر تر امو راپورې ووت، په اوسني افغانستان او په ځانګړي ډول په ننګرهار، كونړ او نورستان كې له سختو جنګونو او مقاومتونو سره مخ او په كونړ كې ټپي شو.

 د سكندر د امپراتورۍ تر ړنګېدو وروسته په افغانستان كې بودايي دين رواج شو، چې د اوسني ننګرهار هډه د بودايي مدنيت خورا مهم مركز و، چې له چين څخه د باميانو پر لور د هند پر لاره پروت و.

Related Topics