مزارشريف (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې په شمال کې د دوو مشهورو څېرو جنرال دوستم او عطامحمد نور ليدنه د شخصي ګټو لپاره ترسره شوې ده.
د بلخ والي عطامحمد نور او د ملي جنبش ګوند مشر او د وسلوالو ځواکونو د سر قوماندانۍ درستيزوال جنرال دوستم پرون په مزار شريف کې سره ليدلي دي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا يوه دوستانه ليدنه وه او دواړو مشرانو د هېواد په وروستيو امنيتي او سياسي حالاتو خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، چې په دې ليدنه کې د سياسي ګوندونو پر همغږۍ ټينګار وشو او وړانديز وشو، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې بايد د يوه مشخص کانديد ملاتړ وشي.
خو فرهاد وويل، چې دواړ مشران د مشخص کانديد په اړه کومې پرېکړې ته ونه رسېدل.
د والي وياند وايي، چې جنرال دوستم او استاد عطا پر دې ټينګار کاوه، چې د يو مشخص کانديد ملاتړ د هېواد د راتلونکي لپاره ګټور دى.
د هغه په وينا، دغه راز دواړو مشرانو تر ٢٠١٤ کال وروسته د رامنځته کېدونکو حالاتو او د دغه کال په اړه د خلکو د اندېښنو په هکله هم خبرې وکړې.
د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، چې په شمال کې د دوستم او عطا محمد نور ليدنه د شخصي ګټو لپاره ترسره شوې ده.
په شمال کې د سياسي چارو کارپوه او متقاعد نظامي چارواکي ډګروال ګلاب شاه پژواک اژانس ته وويل، چې جنرال دوستم او عطا محمد نور د شمال زون دوه سياسي او نظامي سيالان دي خو ولس پرې باور نه لري.
هغه زياته کړې، چې دوى بار بار د سياسي بدلون پر مهال سره نږدې شوي او ليده کاته يې کړي څو د سياسي واک ګټه ترلاسه کړي.
خو هغه وايي، چې د دوى په نږدې والي خلکو ته هېڅ ګټه نه رسېږي، بلکې ګټه يې يواځې همدغو ډلو ته رسېږي.
د سياسي چارو بل کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې دغه ليدنه د شخصي ګټو د ترلاسه کولو په موخه شوې او نور غواړي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ځان ملاتړ ډېر کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، عطامحمد نور پلان لري چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې ځان کانديد کړي او په همدې موخه له سياسي او مطرحو شخصيتونو سره د ليدنو له لارې غواړي د هغوى ملاتړ خپل کړي.
د حقيار په وينا، د همدې کار لپاره عطامحمد نور څه موده کې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي په اړه هم نرم دريځ خپل کړى و.
خو په شمال کې د سياسي چارو يو بل کارپوه سيد سرور حسيني بيا په دې اند دى، که چېرې دوى دواړه سره نږدې شي، نو دغه کار به د هېواد او په ځانګړې توګه د شمال په ګټه وي.
هغه زياته کړه، چې د دوى نږدې کېدل د حالاتو تقاضا ده او نږدې کېدل يې د شمال پر امنيت او پرمختګ مثبت اغېز کوي.