اسعداباد-غزني ښار (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): چارواکي وايي، چې په کونړ کې د ترافيکي پېښې او د ماين چاودنې له امله يو تن وژل شوى او اوه نور ټپي شوي، بلخوا په غزني کې دوه وسلوال طالبان نيول شوي دي.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرولي د مرغومي په ١٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د اسعداباد – جلال اباد پر لويه لاره د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د سپين جومات په سيمه کې د يو سراچه او زرنج موټرسايکل ترمنځ ټکر و شو.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د زرنج د چلوونکي په ګډون اوه تنه، چې پنځه ښځې دي، ټپيان او د کونړ ملکي روغتون کې ته وړل شوي او زياتوي چې روغتيايي حالت يې ښه دى.
نوموړي د دې پېښې پړه پر چلوونکو واچوله، چې په وينا يې د هغوى د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
شېرولي دغه راز زياته کړه، چې نن سهار د کونړ د مرورې ولسوالۍ اړوند د چنارانو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پلې ګزمه د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې يو پوليس وژل شوى دى.
د يو بل خبر له مخې، په غزنې کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې دوه وسلوال طالبان نيولي دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندانۍ وياند حکيم الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته يې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د دې لوا د ځانګړو ځواکونو له لوري عمليات ترسره شول.
د هغه په وينا، دغه وسلوال يې د اندړو ولسوالۍ اړوند د نيازو په کلي کې په يو کور کې نيولي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې د غزني په اندړو او ده يک ولسوالۍ کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د ملي اردو او ملي پوليسو له لوري د شمشېر۳ په نوم عمليات پيل شوي، چې اوس هم روان دي.