Language

((د دولت په ملاتړ مو پاڅون وکړ، خو دولت مو پوښتنه نه کوي))

 جلال اباد (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): د ننګرهار له حصارک ولسوالۍ څخه د وسلوالو د ګواښونو له امله کډوال شوي پاڅون کوونکي شکايت کوي چې ولايتي اداره ورسره مرسته نه ده کړې.

 د جلال اباد ښار ختيځ ته په لس کيلومترۍ کې د يوولسمې فرقې په سيمه کې مېشت له حصارک ولسوالۍ راغلې لسګونه کورنۍ وايي، چې د ژمي په دې سختو ورځو شپو کې له ډېرو کړاوونو سره مخ دي خو ولايتي اداره يې غم نه خوري.

 محمد انور، چې له حصارک ولسوالۍ څخه راکډه شوى د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې په حصارک ولسوالۍ کې يې د دولت ملاتړ کړى و، خو دولت د دوى ملاتړ ونه شو کړى او له مجبوريته يې له حصارکه کډه راوکړه.

 هغه زياته کړه: ((موږ خو طالبان نه پرېښودل او د هغوى پر ضد مو پاڅون کړى و، خو وروسته بيا دولت موږ ته هېڅ پاملرنه ونه کړه او وسلوالو موږ ته ګواښونه کول.))

 دى زياتوي، چې وسلوالو ترې د اته ميله وسلې غوښتنه کړې وه او د کوچني اختر په اوله ورځ يې کور پرېښودو ته اړ کړ.

 قومي مشر محمداسماعيل وايي، چې په حصارک ولسوالۍ کې يې پنځه وسلوال نيولي وو او په مقابل کې يې هغه پوليس پرې ازاد کړل چې وسلوالو نيولي وو.

 دى وايي: ((وروسته وسلوالو زما پر کور حمله وکړه، کور يې راته وسيځه، تره زامن مې په کې ووژل شول، وروسته زه هم له مجبوريته راکډه شوم.))

 د هغه په وينا، له حصارک ولسوالۍ څخه له ٧٥ زياتې کورنۍ راکډه شوې چې ډېرى يې د ثمرخېلو په يوولسمه فرقه کې ځاى پر ځاى شوې او له وسلوالو سره په نښتو کې يې څلور تنه وژل شوي او تر اتو زيات ټپيان شوي دي.

 ده زياته کړه: ((په خپل کور کې خو دولت زموږ ساتنه ونه کړه، خو دلته يې يواځې د يوولسمې فرقې دا بې دروازو کوټې راته راوسپارلې.))

 نوموړى په ولايتي ادارې غږ کوي، چې له دوى سره دې د ژمنيو وسايلو او خوراکي توکو مرسته وکړي.

 له حصارکه راکډه شوى قوماندان سرمست هم ورته خبره کوي او وايي، چې د دولت ملاتړ يې کړى خو اوس دولت د دوى ملاتړ نه کوي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل: ((يا دې دولت زموږ سره مرسته وکړي او يا دې موږ پوه کړي چې بېرته خپل وطن ته لاړ شو او د وسلوالو سره لاس يو کړو.))

 د نوموړي په وينا، خپله ولسوالۍ يې يواځې له همدې امله پرېيښې چې د خپل حاکم دولت ملاتړ يې کاوه.

 ده زياته کړه: ((د خداى لپاره! دا زموږ حال دى، نه مو د کوټو دروازې شته او نه کړکۍ، موږ خو خپل جنت کور د دولت لپاره پرېيښى خو دوى زموږ غم نه کوي.))

 قوماندان سرمست پر امنيتي ځواکونو غږ کوي، چې په حصارک ولسوالۍ کې دې خپل مسووليت په پوره ډول سرته ورسوي او هغه بهرني وسلوال چې د يادې ولسوالۍ امنيت يې ګډوډ کړى، له منځه يوسي.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ننګرهار ولايت ته له هېواده بهر او له ګاونډي ولايتونو څخه يو شمېر کډوال راستانه شوي چې د ولايت مقام په دغه برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې ياد کډوال دلته د ولايت مقام ته عارض شي نو انشاءالله ستونزه به يې هواره شي او لازمې مرستې به ورسره وشي.))

 د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې په حصارک ولسوالۍ کې د دوى امنيتي ځواکونه فعاليت کوي او تر خپلې وسې يې امنيت ټينګ کړى دى.

  دى وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به په ياده ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس هم فعاله کړي.

 د يادولو ده، چې ياد کډوال له تېرو درېيو مياشتو د ننګرهار په بېلابېلو وسلواليو کې د کډوالۍ ورځې شپې تېروي.

 

Related Topics