هرات (پژواک ۱۸ مرغومی ۹۱): د هرات پوليس وايي، چې د دغه ولايت به کشک کهنه ولسوالۍ کې يوې ښځې خپل خاوند په وهلو ډبلو وژلى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کس عبدالرحمن نومېږي او تېره شپه د کشک کهنه ولسوالۍ په مرکز کې وژل شوی دی.
هغه زياته کړه، چې دغه کس خپلې مېرمنې په لرګيو وهلى او وژلى دى.
د نېکزاد په وينا، چې ياده ښځه له خپلې لور او يوه خپلوان سره يو ځای نيول شوې ده.
د هرات د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول د دې وژنې علت کورني اختلافات ګڼي، خو په اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات د ښاري څارنوالۍ د رييس څارنمل ګل احمد رامش په وينا، د روان کال له پيله تر اوسه د هرات د محکمې له خوا د ۷۷ تنو د اعدام حکم صادر شوی، چې يوه په کې ښځه ده.
د سرچينې په وينا، د دغو ۷۷ کسانو له منځه د ۲۸ تنو دوسيې په دې وروستيو کې ولسمشر ته د توشېح لپاره استول شوې دي.
د يادونې ده، چې تېر کال کې هم د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې يوې ښځې خپل خاوند له لفظي شخړې وروسته د کلاشينکوف پر ډزو وژلى و، چې وروسته بيا د پوليسو له خوا ونيول شوه.