غزني ښار (پژواک ۱٨ مرغومى ۹۱): د غزني په خواجه عمرو ولسوالۍ کې يوه سړي خپله مېرمن، چې د پلار په کور ناسته وه، په زور وتښتوله.
د غزني د خواجه عمرو ولسوال علي دوست شمس د مرغومي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په ده دولت کلي کې، يوه سړي چې نږدې دوه کاله وړاندې يې د مديني په نوم له يوې نجلۍ سره واده کړى و او وروسته د کورني تاوتريخوالي له امله د پلار په کور ترې ناسته وه، وتښتوله.
د هغه په وينا، د نجلۍ له خاوند سره اووه کسان نور هم وو، چې د خپل خسر پر کور يې بريد وکړ؛ د خسر، خواښې او اوښى يې له وهلو وروسته يې خپله مېرمن په زور په ناڅرګند لوري بېولې ده.
نوموړي زياته کړه، دغه کس په نشه يي توکو روږدى و او له همدې له امله يې مېرمن د خپل پلار کره ناسته وه او غوښتل يې چې له نوموړي طلاق واخلي.
د ولسوال په خبره، له يادو کسانو سره چړې او تومانچې هم وې او د پوليسو له خوا يې د نيولو هڅې پيل شوې دي.
د ده دولت کلي يوه اوسېدونکي علي محمد پژواک اژانس ته وويل: ((د دغې نجلۍ مېړه په نشه يي توکو روږدى و او هره ورځ به يې له خپلې مېرمنې سره شخړه کوله، چې اخر يې مېرمنې وغوښتل له هغه طلاق واخلي.))
د هغه په وينا، تېره شپه دغه کس له خپلو ملګرو سره خپل خسر، خواښې او اوښى ډېر زيات وهلي ډبولي، چې دا مهال د غزني په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت هم پژواک اژانس ته ومنله، چې له خواجه عمرو ولسوالۍ څخه درې تنه، چې دوه نارينه او يوه مېرمن ده، وروړل شوي وو، چې له درملني وروسته يې رخصت کړل.
نوموړي زياته کړه: ((د دوى پر بدن له ورايه د لرګيو او نورو شکنجو علامې ښکارېدې، خو ټپونه يې ډېر ژور نه وو او بېرته مو رخصت کړل.))
د يادونې ده چې په وروستيو کې، په غزني کې هم د نورو ولايتونو په څېر د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى، چې د روان لمريز کال په اوږدو کې تراوسه له لسو زياتې مېرمنې وژل شوي او له لسو ډېرې هم ډبول شوې دي.