کابل ښار (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): د امريکا ولسمشر باراک اوباما غواړي د ليون پنېټا پر ځاى سناتور چک هېګل د امريکا د دفاع وزير وټاکي.
د راپورونو له مخې، ولسمشر اوباما به په نږدې څو ورځو کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند سناتور هېګل د دفاع وزير په توګه وټاکي.
د دفاع اوسني وزير ليون پنېټا ويلي، غواړي له دندې ګوښه شي.
چک هېګل د امريکا په نبراسکا ايالت کې زېږېدلی او د يوه پوځي افسر په توګه يې د ويتنام په جګړو کې هم برخه اخيستې وه.
د يادونې ده، چې د امريکا د بهرنيو چاور وزيرې هيلري کلېنټن پر ځاى هم، سناتور جان کيري ګومارل شوى، چې په راتلونکې فبرورۍ مياشت کې به خپله دنده پيل کړي.