Language

د نورستان د ولايتي شورا د غړي په ګډونو د درېيو تنو کورونه سوځول شوي

اسعداباد (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): وسلوالو مخالفينو د نورستان په وايګل ولسوالۍ کې د ولايتي شورا د يوه غړي په ګډون د درېيو کسانو کورونه سوځولي دي.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله نورستاني د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو په وانت وايګل ولسوالۍ کې درې کورونه سوځولي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کورونه د ولايتي شورا د پخواني رييس او اوسني غړي مولوي عنايت الله مذهبيار، مولوي رحمت الله او  د يوه شرکت د مسوول جمال الدين دي.

امنيه قوماندان وايي، چې په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى.

مولوي عنايت الله مذهبيار پژواک اژانس ته وويل، د ده کور دوه پوړيزه دى، چې د مخالفينو له خوا لومړى پوړ سوځول شوى او دويم يې نه دى سوځېدلى.

د نوموړي په وينا، د اور لګولو پر مهال يې په دويم پوړ کې مېلمانه وو او هغوى وکولى شول چې اور مړ کړي.

مذهبيار وايي، چې په دې پېښه کې يې کتابتون چې په کې ګڼ شمېر ديني کتابونه هم وو، سوځېدلى دى.

وسلوالو طالبان د دې پېښې مسووليت نه مني.

Related Topics